د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ عرفان صديقي ته د هتكړې لګولو د پېښې راپور طلب كولو سره د اسلام آباد آئي جي د راپور پشمول پارلمان ته طلب كړو

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ عرفان صديقي ته د هتكړې لګولو د پېښې راپور طلب كولو سره د اسلام آباد آئي جي د راپور پشمول پارلمان ته طلب كړو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه سره په ټيليفون خبرې وكړې او د اسلام آباد پوليسو لخوا د عرفان صديقي په ګرفتارې او هغه ته په هتكړو لګولو ئې اندېښنه وښودله۔ سپيكر ووئيل چې عرفان صديقي يو بزرګ استاد او مشر خبريال دے٬ مونږ ته به د قلم د تقدس او د رائې د اظهار احترام كول وي۔ ده ووئيل چې د كرايه دارې په قانون كښې ګرفتارې سره عرفان صديقي ته هتكړې لګول د غندنې وړ دي۔ ناانصافي نه شو زغملې٬ ده ووئيل چې د قومونو د پرمختګ او عروج په اړه علم بنيادي حيثت لري۔ په مهذب ټولنو كښې د استاد احترام لازمي وي۔ سپيكر ووئيل چې بايد د دې معاملې پلټنې وشي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں