د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ايماندارۍ او پياوړې كاركردګي په كتلو به د اپوزيشن سناتوران هم د ضمير په غږ هغه له ووټ وركړي

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير سناتور اعظم سواتي وئيلي دي د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ايماندارۍ او پياوړې كاركردګي ته په كتلو به د اپوزيشن سناتوران هم د ضمير په غږ هغه له ووټ وركړي٬ هيله ده اپوزيشن به د سېنېټ چيئرمېن په ضد تحريك بېرته واخلي٬ د يو نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې حفيظ الله نيازي په ما تور لګولې٬ كه هغه بخښنه اونه غوښتله نو په ضد به ئې د سپكاوي او د يو ارب روپو د هرجانې دعوٰي كوم۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل صحافت لويه وظيفه ده٬ په آئين كښې خبريالانو ته د رائې د اظهار آزادي وركړې شوې خو دوي د حدود او قيود هم پابند كړې شوي۔ ده ووئيل زه تر ډېرې مودې په امريكا كښې پاتې شوے يم او پاكستان لپاره مې د امريكې شهريت پريښودې۔ ده ووئيل بايد خبريالان د خپلو احساساتو ٬ جذباتو او مافي الضمير بيانولو سره د نورو د عزت نفس خيال هم اوساتي۔ ده ووئيل حفيظ الله نيازي د جولائي په 6مه نېټه د جيو نيوز په يو پروګرام كښې په ما په امريكا كښې د فراډ تور لګولې ے ۔ اوس دې دا ټي وي او هغه په دې لړ كښې ثبوت وړاندې كړي او كه ثبوت ئې وړاندې نه كړو او هغه بخښنه اونه غوښتله نو په ضد به ئې د سپكاوي او د يو ارب روپو د

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں