په مقبوضه كشمير كښې د هند په رياستي ترهګرې او د كنټرول لائن په صورتحال بايد د هېواد ټول سياسي مشران يو موټې كېدو سره د هند ترهګري په ټوله نړۍ كښې به ډاګه كړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په مقبوضه كشمير كښې د هند په رياستي ترهګرې او د كنټرول لائن په صورتحال بايد د هېواد ټول سياسي مشران يو موټې كېدو سره د هند ترهګري په ټوله نړۍ كښې به ډاګه كړي۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو پېغام كښې هغې ووئيل چې دا وخت د سياست نه بلكې د هېواد سلامتيا او د كشميريانو د خپلواكې حق سره د ملاتړ دے۔ هغې ووئيل چې سياسي مشران دې د ذاتي ګټو نه پرته په قومي معاملو د اتحاد او يووالي څرګندونه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں