د نېب ایګزیکټو بورډ غونډه، د بد عنوانۍ مختلف ریفرینسز او پلټنو منظوری

image

اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د قامی احتساب بیورو (نېب) چیئرمېن جسټس (ر) جاوید اقبال وئيلي دي د قانون او شواهد په بنیاد وائټ کالر مقدمې ترمنطقی انجام رسولو ته نېب پام لرنه كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نېب ایګزیکټو بورډ غونډې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ په غونډه كښې د بدعنوانۍ مختلف ریفرینسز، انویسټی ګېشنز او د پلټنو منظوری وركړې شوه۔ په غونډه كښې د نېب ډپټی چیئرمېن ، پراسیکیوټر جنرل اکاؤنټیبلټی، ډی جی آپریشنز، ډی جی پينډۍ پشمول اعلی افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د نېب چیئرمېن ووئيل نېب غیر قانونی هاؤسنګ سوسائټیز څخه په اربونو روپۍ برآمد کولو نه پس ځپليو له بيرته وركړې۔ نېب د مضاربه او مشارکه اسکینډلز 37 تورن نيولې او عدالتونو ته ئې رسولې دي۔ ده ووئيل نېب مضاربه او مشارکه اسکینډلز ځپليو له د هغوي روپۍ بيرته وركولو له كوټلې ګامونه پورته كوي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں