اسلام آباد۔9اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه كښې د خوارجي ترهګرو په ضد په كامياب آپريشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټول قام خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم په آپرېشن كښې د دوه خوارجي ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ وژلې شوي ترهګر په امنيتي ځواكونو او وګړو ترھګرو بريدونو كښې ككړ وو۔ وزیراعظم ووئيل ګران هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو عزم لرؤ٬ ټول قام د خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔