اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرتونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د ترهه ګرۍ خاتمې له د پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف د وژن له مخې پورته كړو ګامونو او د وسله والو ځواكونو ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬ امنيتي ځواكونو او د اولس بې ځانګريو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي مونږ ھغه قام يو چا چې د خپلو ??اش??مانو په وينو د قربانيو ډيوې بلې كړې دي٬ د نړۍ يو قام د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان هومره لوئې او عظيمئ قربانۍ نه دي وركړې ٬ په دې جنګ كښې د وسله والو ځواكونو ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬ امنيتي ځواكونو او د اولس بې مثاله قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ سويټ هوم كښې ??اش??مانو لپاره بهترين انتظامات شوي ٬ د يتيمانانو د مور او پلار خوبونه سويټ هوم ترسره كوي ٬ د ټولو سياسي ګوندونو مشران او د پارلماني غړو پشمول د ټولنې هر كس بايد د سوېټ هوم دوره وكړي او په دې كاز كښې برخه واخلي٬ پي اېن سي اے او لوك ورثه ??اش??مانو لپاره آرټس كلب پېل كړې ٬ د سويټ هوم د ??اش??مانو په آرټس كلب كښې د شاملېدو اعلان كوم٬ د سويټ هوم ممبر شپ زياتوالې لپاره به د شعور بېدارولو كمپائن چلوٶ٬ د پي ټي وي ٬ راډيو او اے پي پي د لارې به د سوېټ هوم ممبر شپ ته وده وركولې شي٬ د فلم سازۍ د پروژې پېل به د سويټ هوم نه كوٶ٬ د ??اش??مانو خدمت لپاره د زمرد خان جذبه د ستائنې وړ ده۔ دوهمې وزيرې دا خبرې د جمعې په ورځ د پاکستان سویټ هوم دورې٬ د بېګم شاهد رشيد فري فارمېسي او د جومات پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ مریم اورنګزېب د تېرو 30 ٬ 35 كالو څخه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني اولس قربانۍ د وياړ وړ ګرځولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستاني اولس بلها قربانۍ وركړې دي٬ د ??اش??مانو د قربانيو نه زياتې لوې قربانۍ كېدې نه شي٬ دې ووئېل مونږ د وسله والو ځواكونو ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬ امنيتي ځواكونو او د اولس بې مثاله قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ دوهمې وزيرې ووئيل سويټ هوم كښې ??اش??مانو لپاره بهترين انتظامات شته ٬ د يتيمانو د مور پلار خوبونه سويټ هوم ترسره كوي ٬ دې ووئېل د ټولو سياسي ګوندونو مشران او د پارلماني غړو پشمول د ټولنې هر كس دې د سوېټ هوم دوره كولو سره په دې كاز كښې برخه واخلي٬ پي اېن سي اے او لوك ورثه ??اش??مانو لپاره آرټس كلب پېل كړې ٬ مريم اورنګزېب ووئېل د سويټ هوم د ??اش??مانو په آرټس كلب كښې د شاملېدو اعلان كوم او د سويټ هوم ممبر شپ كښې اضافې لپاره به د شعور بېدارولو كمپائن چلوٶ٬ دې ووئېل د پي ټي وي ٬ راډيو او اے پي پي د لارې به د سوېټ هوم ممبر شپ ته وده وركولې شي٬ د فلم سازۍ د پروژې پېل به د سويټ هوم نه كوٶ٬ د ??اش??مانو خدمت لپاره د زمرد خان جذبه د ستائنې جوګه ده٬ د كمپائن د لارې به ادارې لپاره د عطيات را??ون??ولو له مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل قامي او كلتوري پروګرامونه كېږي٬ كال كښې به يو ځل د سويټ هوم ??اش??مانو لپاره پروګرام كولې شي۔ دوهمې وزيرې ووئيل اوسنې حكومت هېواد كښې د فلمي صنعت بحالۍ او ودې لپاره هڅې كوي٬ د فلم سازې پحقله په بېلا بېلو منصوبو غور روان دے٬ د فلم سازۍ د منصوبې پېل به سويټ هوم څخه كولې شي۔ دې ووئيل په راډيو كښې د نعت خوانۍ او نورو پروګرامونو كښې به د سويټ هومز ??اش??مانو ته موقعې وركولې شي ۔ دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پاكستان سويټ هوم د تاحيات ممبر شپ ترلاسه كولو سره د ممبر شپ كمپائن د فعاليت هم اعلان وكړو۔۔ دوهمې وزېرې د پاكستان سويټ هوم د هاسټل او نورو څانګو هم دوره وكړه او د بېګم شاهده رشيد فري فارمېسي او د نوي جوړ شوي جومات باقاعده پرانسته ئې وكړه۔ په دې موقع د پاكستان سويټ هوم زده كوٶنكو ډلې پرېډ وكړو او خاص مېلمنۍ ته ئې سلامي وكړه۔ د پاکستان سویټ هوم سرپرست زمرد خان ووئيل د ادارې پېل يو ??اش??م څخه شوے وه او نن په سلګونو ??اش??مان په سويټ هوم كښې استوګن دي۔ ده ووئيل په شمالي وزيرستان او ميرعلي كښې ??م سويټ هوم كار پېل كړے او د كار دائره به لا پراخه كولې شي۔ ده ووېيل په كال 2018 كښې به كراچۍ او آزاد كشمير كښې د دوه كېډټ كالجونو د بنياد تيګه اېښودلې شي۔ زمرد خان ووئيل مري كښې مهتاب خان د پاكستان سويټ هوم ??اش??مانو لپاره رسېټ هاٶس جوړولو له 4 كناله پلاټ عطيه كړے دے۔