اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظ?? عمران خان وېنا ډېره موثره وه د كومې چې نه يوازې په مشرقي بلكې مغربي نړۍ كښې هم ډاډګېرنه شوې٬ د هند فرغونيت زمونږ په وړاندې دے٬ پاكستان په يو نه په يو شمېر محاذونو بوخت دے٬ وزيراعظ?? عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د ملاقات په مهال د كشمير مسئلې په اړه د زمكي حقائقو نه خبر كړے٬ د سلامتي كونسل ذمه واري ده چې د انسانيت په ب??ره كښې سوچ وكړي٬ خوشحاله يو چې په افغانستان كښې د ټا??نو پړاؤ ترسره شو٬ پاكستان٬ تركيې او مالېزيا د اسلام صحيح تشخص په ډاګه كولو او د اسلام فوبيا مقابله كولو لپاره په شريكه د ټي وي لانچ كولو پرېكړه كړې۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان په خارجه محاذ يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے چې پكښې د افغانستان مسئله او د اېران او سعودي ترمېنځهه تاؤ تريخوالې شامل دے۔ ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره پاكستان خپل كردار ترسره كړے٬ د افغانستان په مسئله ښه پرمختګ شوے٬ زلمي خ??يل زاد مونږ ته ووئيل چې طالبانو سره ټولې معاملې ترسره شوې وې خو له ب??ه مرغه حتمي لوظنامه ونه شوه خو مونږ به د طالبانو او امريكې ترمېنځه بېرته د مذاكراتو بحالې لپاره هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل چې خوشحاله يو چې په افغانستان كښې د ټا??نو پړاؤ ترسره شو٬ د افغانستان په خواست مو د پولې پرانستې پرېښودو پرېكړه كړې وه چې دغسې د انتخابي عمل په مهال خلق اسانيې ولري۔