د مسئلو حل عمر له د خبرو اترو٬مفاهمت او په ګډه كيښناستلو سره راويستلے شي٬د خبرو نه بغېر مسئلې نه حل كېږي۔سېنېټر عرفان صديقي

image

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)پارليماني ليډر سېنېټر عرفان صديقي وئېلي دي د مسئلو حل عمر له د خبرو اترو٬مفاهمت او په ګډه كيښناستلو سره راويستلے شي٬د خبرو نه بغېر مسئلې نه حل كېږي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې عرفان صديقي ووئيل امن ناكه احتجاج يو استحقاق دے خو په نړۍ كښې دا حق چرته هم غېر مشروط نشته٬ده پوښتنه وكړه چې كوم احتجاج داسې كېږي چرته چې د الجهاد الجهاد غږونه وي او په وسلو سره پېل شي؟۔ده ووئيل د نړۍ په 195 هېوادونو كښې كوم يو مثال داسې نشته چرته چې د احتجاج لپاره غېر مشروط اجازه وي۔ده ووئيل د احتجاج لپاره د قانون له مخې درخواست وركړے كېږي او ځاے ټاكلے كېږي خو دلته داسې نه ده شوې۔ده ووئيل مونږ نن هم د خبرو اترو په حق كښې يو او غواړو چې خبرې اترې په نيك نيتۍ سره اوشي۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې كه د خبرو اترو ماحول پېدا نه شي نو د مسئلو حل ممكن نه دے۔

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں