پېښور 13 دسمبر (اے پي پي) د سیفران او کشمیر او ګلګت وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د پېښور افغان کمشنریټ دوره كړې ۔ کمشنریټ ته په رسيدو اعلیٰ چارواكو د وفاقي وزیر تود هركلے وكړو او هغه له ئې د ګلونو ډالۍ وركړه۔د دورې په مهال وفاقي وزیر ته د افغان كډوالو په اړه په روانو منصوبو، سهولیات او چیلنجونو تفصیلي بریفنګ وركړے شو ۔د کمشنریټ چارواكو د كډوالو انتظامات، ریلیف هلو ځلو او موجوده صورتحال په اړه تفصیلات وركړل۔ وفاقي وزیر د افغان كډوالو لپاره وركړے كيدونكو خذمات او سهولیات جاج اخستلو سره چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د كډوالو مسئلو حل كولو له ټول موجود وسائل دې وكارولې شي۔ده ووئيل د پاکستان حکومت به د انسانی همدردۍ ترمخه د كډوالو مرسته كوي او په دې لړ كښې به هر ممكن مرسته كولې شي۔ وفاقي وزیر د کمشنریټ هڅي ستائېلو سره د دې عزم پخلے وكړو چې ټول اقدامات به لا كوټلې كولې شي دغسې چې د كډوالو او اړوندو ادارو مسئلې په ښه ډول حل شي۔