د ايس سي او غوندې په مهال د احتجاج كال هيواد دښمني ده ٬ برجيس طاهر

image

نمائندہ۔ 14 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون نائب صدر ٬ پخواني ګورنر او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو پخواني وفاقي وزير برجېس طاهر وئيلي دي چې د شنګھائي همكارۍ د تنظيم سرمشريزې غونډې په مهال د تحريك انصاف لخوا د احتجاج كال په كلكه غندنه كوؤ٬ په 15 اكتوبر د احتجاج كال وركول د اېس سي او كنفرنس د سبوتاژ كولو ناكامه هڅه ده او ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده او دا هېواد سره د دښمنۍ برابر خبره ده۔ برجېس طاهر ووئيل دې څخه وړاندې هم د چينائي صدر د پاكستان دورې په مهال ښه اړې ګړې رامخې ته كړې ؤ حال دا چې هغه پاكستاني اولس لپاره په ګوادر كښې لويه سرمايه كاري كولو له راروان ؤ۔ ده ووئيل د پاكستان د ټولو ګاونډي هېوادونو سترګې دې كنفرنس ته دي ٬ كه وكتلې شي نو دا كنفرنس هېواد او قام لپاره د ښه سباؤن زېرې دې چې ورسره به هېواد ته سرمايه كاري راشي او دلته به د روزګار موقعې زياتې شي۔ ده ووئيل مونږ پي ټي آئي څخه غوښتنه كوؤ چې احتجاج لپاره كومه بله ورځ وټاكي دغسې چې مونږ مېلمنو ته غوره پېغام وركړے شؤ۔ ده په مركزي سېکرټری اېټ سانګله هل كښې خبريالانو سره خبرې كولې۔ په دې موقعه انجمن تاجران، دکانداران ،ریړھی بان او سانګه ھل،شاهکوټ،وادبرټن او ټولې حلقې څخه راغلې ګڼ شمېر وركران او عام وګړي موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں