د اطلاعات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د شنګھائي مرستې تنظيم د سر مشريزې غونډې په کاميابۍ كولو د پيرزوئنو وړاندې كولو قرارداد قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړو

image

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو کونسل 23مي غونډي په کاميابۍ سره كولو د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، حکومت او د پاکستان اولس له د مبارکۍ وركولو قرارداد وړاندې كړے۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق پشمول پخوانو سپيکرانو چا چې د سيمه ايزې مرستې ودې لپاره خپل کردار ترسره كړے پيرزوئنې وړاندې كوي۔دا ايوان د اېس سي او اهداف او مقاصد ترلاسه كولو لپاره د حکومت د اړخه د بشپړه مرستې د عزم څرګندونه ستائي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان ګڼي چې 27 كاله پس پاکستان كښې د شنګھائي مرستې تنظيم په شان لويې ايونټ په کاميابۍ سره تر سره شوے،د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې كوربتوب پاکستان لپاره لويه كاميابي ده، دا ايوان حکومت ته په سفارتي ډګر په ترلاسه شوو کاميابو پيرزوئنې وړاندې كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان ګڼي چې د اېس سي او مشرانو غونډي سره د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته شوے۔ د اېس سي او د مشرانو غونډه په کاميابۍ سره په كولو به پاکستان ته سيمه ايز تجارت له مرسته او د امن و استحکام ته وده ترلاسه شي۔ دا ايوان د شنګھائي مرستې تنظيم په سيمه كښې سياسي، اقتصادي، دفاعي او سلامتيا په مسئلو مهم کردار تسليموي۔دا ايوان ګڼي چې پاکستان د سيمې مهم او متحرك هېواد دے، د سيمي په مهمو مسئلو د اېس سي او کنفرنس كښې د پاکستان قوي موقف د پاکستانيانو ترجماني ده۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د پاكستان حکومت ، خارجه وزارت ، د اطلاعات وزارت ، د كورنيو چارو وزارت او د قانون نافذ کوونكو ادارو پشمول د پوليس، رينجرز او د پاك پوځ د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) سمټ په کاميابولو د هغوي کردار ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د اېس سي او کانفرنس په موقع وفاقي پلازمينه په ښكلې كولو ، د ميلمنو هركلي كولو او د پاکستان وقار زياتولو له د ټولو حکومتي ادارو خذمات ستائي۔دا ايوان د اېس سي او سمټ كښې د ميلمنو پاكستان ته د راتګ نه تر ستنيدو چې كومو ادارو او آفيشلز چې خپل فرائض ترسره كړي د ټول قام د اړخه هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں