پاكستان په بيت لاهيه د اسرائيل د وحشيانه او بې دريغه فضائي بريدونو سخته غندنه وكړه

image

اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان وئيلي دي په غزه كښې روانه نسل كشي پرله پسې روانه ده ٬ اسرائيلي قابضو ځواكونو په مقبوضه فلسطين او لبنان كښې د استثنیٰ لرلو سره كارروايۍ روانې ساتلې دي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په پرېس كنفرنس كښې ووئيل پاكستان په بېت لاهيه د اسرائيل د وحشيانه او بې درېغه فضائي بريدونو سخته غندنه كوي د كومو په نتيجه كښې چې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 80 څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ وياندې ووئيل د اسرائيل د قطبي غزه محاصره او د دې په نتيجه كښې رامخې ته كېدونكے صورتحال په انساني ضمير داغ دے۔ دې ووئيل له كوم خبرداري پرته زياته آبادي لرونكې د استوګنې سيمې په نخښه كول او وګړي خوراك ٬ اوبو او ضروري دارو درملو څخه محرومولو سره اجتماعي سزا وركول جنګي جرمونه دي۔ ده ووئيل اسرائيل په لبنان كښې د شهري ودانۍ په ضد خپل يرغل روان ساتلے دے، د ملګرو ملتونو امن ډلې د اسرائيلي د يرغل ښكار شوي۔ وياندې ووئيل پاكستان په لبنان كښې د ملګرو ملتونو په امن ډلو د اسرائيلي پوځونو د غېر قانوني بريدونو سخته غندنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې په اسرائيل زور راوړي دغسې چې هغه د يو اېن آئي اېف اېل په ضد ټول جارحانه اقدامات په سمدستي توګه او د فلسطين او لبنان اولس په ضد بريدونه بند كړي۔ وياندې ووئيل اسرائيل دې په دې جنګي او د انسانيت په ضد روانو جرمونو ځواب وركوؤنكے وګرځولے شي او فلسطينے اولس دې اسرائيلي يرغل څخه وساتلے شي

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں