د ايران خارجه وزير په دوه ورځنۍ سركاري دوره به(نن)پاكستان ته رارسي۔د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی)د ايران خارجه وزير سيد عباس عراغچي به په دوه ورځنۍ دوره(نن)د ګل په ورځ پاكستان ته رارسي۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ايران خارجه وزير به د خپلې دورې په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار سره ملاقاتونه كوي۔خارجه وزير عراغچي به د مينځني ختيز به صورتحال او په دوه اړخيزه اړيكو مشاورت كوي۔بيان له مخې دا دوره د پاكستان او ايران ترمينځه تجارت٬توان او د سلامتيا پشمول پراخه څانګو كښې مرسته او خبرې اترې مخ په وړاندې بوتللو لپاره يوه مهمه موقع وركوي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں