اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې اپوزيشن كوم الفاظ استعمالوي په هغه ډول ځواب به وركولې شي، كه عدالتونه شهباز شريف د غلا څخه بري وګرځوي نو د هغه اپوزيشن ليډر منلو ته چمتو يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبرې كنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كشمير، بلوچستان، پنجاب پشمول د ټول هېواد تر ټولو مقبول شخصيت دې، هغه د هېواد يوازنې قامي ليډر دے، پاكستان تحريك انصاف يوازنې قومي ګوند دې۔ ده ووئيل عدالتونو د (ن) ليګ نائب صدره جعلسازه، غله، دهوكه بازه او مكاره ميرمن ګرځولې ده، هغې په عدالت كښې جعلي دستاويزات جمع كړي، د هغې ليډر د جندال سره كاروباري ملاقاتونه كړې او حريت لارښودو سره ئې د ملاقات نه انكار كړې، وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه د كشمير مسئله پورته كړې۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په اړه كه پوښتنه كول وي نو بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو څخه دې وپوښتلې شي۔ ده ووئيل (ن) ليګ ټول عهديدار سپكې خبرې كوي، د (ن) ليګ ميرمنو په اړه غلط څه نه وايم خو هغه جعلسازې دې، ن ليګ د يو څو ضلعو ګوند دې۔ ده ووئيل اپوزيشن ګوندونه په يو بل تور لګوي