اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پي ډي اېم مړ شوے اس دے، مياشت دوه پس په دې كښې د ساه اچولو ناكامه هڅه كولې شي، په پي ډي اېم كښې د شاملو ګوندونه كوم كار نشته، ځكه مياشت پس ټولګې جوړوي، د سياسي ماډلنګ شو او كېټ واك څخه مونږ كومه ستونزه نه لرو، پي ډي اېم چې د كله نه جوړ شوے، تر نن ئې په كومه يوه نكته اتفاق نه دے راغلے. د نهې په ورځ د پي ډي اېم په غونډه په خپل غبرګون كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل پي ډي اېم دې ووائي چې د پارلمان څخه د استعفٰی وركولو په پرېكړه ئې يوټرن ولې واخست. ده ووئيل د پاكستاني سياست 12 لوبغاړے د حلوه خپل پلېټ لپاره د ټولو د دېګ تشولو خواهش لري، د كال 2018م نه د دې خلقو خواهشات نه پوراه كېږي. ده ووئيل د جهموري عمل په ضد سازشونه كوونكي به كله هم بريالي نه شي. ده ووئيل د مارچ په 23مه نېټه د وسله والو ځواكونو شريك پرېډ او په دې كښې د دوست هېوادونو د پلاوي ګډون په دښمن ښه نه لګي، ټول قوم ويني چې د دښمن اېجنډا څوك په كوم ډول مخ په وړاندې بوځي. ده ووئيل الېكټرانك ووټنګ مشين به د سپېځلو ټاكنو ضامن ثابت شي. ده ووئيل د فاټا پشمول په ټولو ضم شوو ضلعو كښې د رغونې او پرمختګ چارې روانې دي. ده ووئيل جے يو آئي فارن فنډنګ ترلاسه كړے او د دې به هم فضل الرحمان له ځواب وركول وي