د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره د ايراني سفير ډاكټر اميري مقدم ملاقات

image

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير چوهدری سالک حسېن سره ايراني سفير ډاكټر اميري مقدم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په نړۍ كښې د مذهبي عدم برداشت زياتېدونكي رجحان ٬ ترهګرۍ ٬ فرقه واريت ختمولو ٬ امن په ځايې كولو او بېن المذاهب همغږۍ ته د ودې وركولو حوالې سره په بېلو وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې وفاقی وزیر چوهدری سالک حسېن ووئيل نن چې اسلامي نړۍ كومو چېلنجونو سره مخ ده په دې كښې مذهبي همغږۍ او وحدت ته د ودې وركولو ضرورت دے۔ ده ووئيل په نړۍ كښې امن په ځاے كولو له د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځه مكالمې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل زغم او احترام د اسلامي تعليماتو لازمي برخه ده۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادی، تجارتی او كلتوري اړيكو ته په لا وده وركولو اتفاق وشو۔ ایرانی سفیر ډاکټر امیری مقدم وفاقی وزیر ته راوانه مياشت په ايران كښې كېدونكي انټرنېشنل قرآن کنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركولو سره ووئيل پاکستان او ایران دواړه د ترهګرۍ خطرو سره مخ دي۔ ددې مخنيوي له د ګډې تګلاره وضعه كولو ته اړتيا ده۔ په ملاقات كښې د پاكستان او ايران ترمينځه د انتھا خوښۍ او شدت خوښۍ ختمولو او بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركولو له يو بل سره د مرستې په كولو موافقت هم وكړے شو

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں