اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې به د حكومتي او اپوزېشن مذاكرتي كمېټۍ دوهمه ان كيمره غونډه(نن)د زيارت په ورځ كېږي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د حكومت او اپوزېشن مذاكرتي كمېټۍ دوهمه غونډه(نن)رابللې ده۔غونډه به ماسپخښين درې نيمې جبې په پارليمنټ هاؤس كښې كېږي۔وړومبۍ دا غونډه سهار 11 بجې كېدونكې وه د كومې وخت چې بدل كړے شوے۔