ذوالفقار علي بھټو هېواد له آئين وركړې، محروم طبقي ئې خپلواكه كړي، پاكستان له ئې په نړيواله كچه يو جلا پهچان وركړې۔سيد يوسف رضا ګيلاني

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د قائد عوام او پخواني وزيراعظم شهيد ذوالفقارعلي بھټو د زيږدنې په ورځ په خپل پيغام كښې وئيلي چې ذوالفقار علي بھټو هېواد له آئين وركړې، محروم طبقي ئې خپلواكه كړي، پاكستان له ئې په نړيواله كچه يو جلا پهچان وركړې،شهيد ذوالفقار علي بھټو اولس د طاقت سر چينه ګرځولي،د هغه د مزدور او غريب دوست پاليسو هغه تر ټولو مقبول لارښود جوړ كړې۔سېنېټ سيكرټريټ ميډيا ډائريكټوريټ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د شهيد ذوالفقار علي بھټو د اولسي خذمت مشن به روان ساتلے شي،د هغه سياسي فلسفه زمونږ لارښودنه كوي۔ده ووئيل ذوالفقار علي بھټو يو عظيم لارښود ؤ نن هم هغه د اولس په زړونو حكمراني كوي، شهيد ذوالفقار علي بھټو اولس د طاقت سر چينه ګرځولي،د هغه د مزدور او غريب دوست پاليسو هغه تر ټولو مقبول لارښود جوړ كړې۔ده ووئيل ذوالفقار علي بھټو هېواد له آئين وركړې، محروم طبقي ئې خپلواكه كړي، پاكستان له ئې په نړيواله كچه يو جلا پهچان وركړې،پاكستان ئې اتومي طاقت جوړ كړې۔ ذوالفقار علي بھټو په اولس كښې جمهوري روايات ، قدرونه متعارف كړي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں