د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې د ريميټ اسټيئرنګ كمېټۍ غونډه٬په محصولات كښې د زياتوالي ٬ د سرمايه كارۍ ماحول٬تجارت او د مجموعي معيشت جاج واغستلے شو

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب د زيارت په ورځ د محصولات٬سرمايه كارۍ او تجارت پروګرام(ريميټ)اسټيئرنګ كمېټۍ دريمې غونډې مشري وكړه۔د غونډې مقصد د كمېټۍ تېرو غونډو كښې په شوو پريكړو د عملدآرمد جاج اخستل وو٬د كوم تعلق چې په محصولات كښې اضافې ٬ د سرمايه كارۍ ماحول٬تجارت او مجموعي معيشت څخه دے۔په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ٬د مركزي حكومتي وزارتونو پشمول د منصوبه بندۍ وزارت٬د خزانې وزارت٬د تجارت وزارت٬د صنعت او پیداوار وزارت٬ د سرمايه كارۍ بورډ٬ايف بي آر او د ريميټ عملدرآمدۍ شراكتدارو نړيوال بانك٬جي سي ايس آئي او د اے ايس آئي سينئر عهديدارو په غونډه كښې ګډون وكړو ۔په غونډه كښې بېلو څانګو كښې د شراكتدارۍ شوي پېشرفت په خاص توګه معاشي استحكام قوي كولو او د پائيدار او جامع پرمختګ لپاره موزو حالات راپیدا كولو ته پام وكړے شو او په دې لړ كښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په غونډه كښې محصولات كښې اضافه٬تجارت او د سرمايه كارۍ ماحول او اقتصادي ګورننس او موسمياتي بدلونونو چېلنجونو مخ نيوي ته خاص پام لرنه وشوه ۔د خزانې وزير په پروګرام مجموعي پېشرفت ستائېلو سره د عملدرآمد شراكتدارو ترمينځه نورې كوټلې مرستې په ضرورت زور راوړو ۔د خزانې وزير د پروګرام هلو ځلو او اهداف څارنې لپاره د خپلې ذاتي پام لرنې څرګندونه هم وكړه ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں