د اطلاعات وفاقي سيکرټري عنبرين جان سره د بنګله دېش هائي کمشنر ملاقات، د ميډيا په اړه مرستي او په اولسي كچه رابطو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري عنبرين جان او پاکستان كښې د بنګله دېش هائي کمشنر اقبال حسين خان ترمينځه د ګل په ورځ ملاقات شوے چې پكښې د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه د ميډيا په اړه مرسته او په اولسي كچ رابطو ته د ودې وركولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د اطلاعات او خپرونو وزارت كښې شوي ملاقات كښې دواړه اړخه شريكه تاريخي بيانيه او كلتوري اقدار رامخې ته كولو له ښه شراکت دارۍ ته پام لرنه وشوه كومه چې افهام و تفهيم ته وده وركوي۔ د اطلاعات وفاقي سيکرټري عنبرين جان ووئيل پاکستان او بنګله دېش خپلو كښې د ډېرې مودي راهسې سفارتي او كلتوري اړيكي لري او دواړه هېوادونه بېلو څانګو كښې د مرستي شريك تاريخ لري۔دي د پاکستان ټيلي ويژن کارپوريشن، ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان او ريډيو پاکستان پشمول د رياستي ميډيا ادارو د بنګله دېش خپل همڅنګو ادارو سره شريك پروډکشن او د خبرونو تبادلې په څانګو كښې د كار په اشتراك زور راوړو۔دې دا خبره رامخې ته كړه چې د خبريالانو تبادلې پروګرام پاکستان او بنګله دېش ميډيا پرسنز له په بېلو چارو د يو بل نقطه نظر او بيانيې په اړه په ښه ډول د معلومات شيئر كولو موقع وركولې شي۔د بنګله دېش هائي کمشنر اقبال حسين خان د دواړو هېوادونو ترمينځه د ګڼ اړخيزه مرستې ډاډ ګېرنه کولو له د حکومت پاکستان اقدامات وستائېل۔ده د دواړو هېوادونو اولسونه وروڼه ګرځولو سره ووئيل د شريكې مرستي پروګرامونو د لارې د اولس ترمينځه رابطې سره به دواړه هېوادونه يو بل ته لا هم نزدې شي۔دواړو ډلو د بنګله دېش په کيبل نيټ ورکس د پاکستان خبرونو او تفريحي چينلو شته والے زياتولو او د فلم فيسټيول او فوټو ګرافي په نندارتون كولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں