ملتان 18 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل اولس له ريليف او بنيادي آسانيو وركولو له هر ممكن اقدامات كوو،هيله لرم چې ډير زر به هېواد د بحرانونو څخه وېستلو سره د پرمختګ پلو روان شي،بايد ټول سياسي ګوندونه د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل خپل كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ مياں چنوں كښې د يو نجي كالج كلن كنوكېشن ته د خاص ميلمه په هيڅ وينا كښې وكړه۔يوسف رضا ګيلاني ووئيل ډګرۍ ترلاسه كونكو زدكونكو او د هغوي مور پلار ته مبارکي وركوم ،په خاص توګه هغه زدكونكي كومو چې ښه کارکردګي ښودلو سره تمغے ترلاسه كړي۔د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګيلاني ووئيل ځوانان دي د علم او هنر د لارې د هېواد او قام لپاره فخر جوړ شي،ځوانان دي د خپلو كورنيو سره سره د هېواد معاشي پرمختګ كښې هم برخه واخلي،تعليم يافته ځوانان د خپل تعليم د لارې ټولنه كښې ښه بدلون راوستلے شي،تعليم يافته دې خپلو خپلو څانګو كښې نوې تحقيق او ايجادات معارفي كړي،تعليم يافته ځوانان د هېواد په وسائلو تحقيق کولو سره د روزګار موقعې پيدا کولې شي،زمونږ ځوانان په قابليت او صلاحيت كښې چا څخه كم نه دي۔ده ووئيل د مياں چنوں څخه تعلق لرونكې پاکستاني اتھليټ ارشد نديم قامي هيرو دے،پيرس اولمپيکس كښې د هېواد لپاره په ګولډ ميډل ترلاسه كولو هغه ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئيل مونږ د پاکستان جوړونكو كښې يو،زما پلار نيكه د باني پاکستان قائداعظم او تحريك پاکستان سره ژور تعلق لرلو،د جمهوريت بحالۍ لپاره پاکستان پيپلز ګوند لوئ قربانۍ وركړې دي ،پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بھټو شهيد د 1973 آئين لويه كارنامه ده ،د رايو اختلاف د جمهوريت ښكلا خو د هېواد ګټو له به ټولو له كردار ترسره كول وي، موجودہ حالاتو تقاضا ده چې ټول سياسي ګوندونه خپلو كښې اختلافات ختمولو سره يو موټې شي او د اولس مسئلو لپاره كردار ترسره كړي۔یوسف رضا ګیلاني ووئيل میاں چنوں كښې د پوهنتون کیمپس جوړولو له به هڅي كوم ،جنوبي د دې ځائې د اولس پخوانې خواهش دے،جنوبي پنجاب صوبه زمونږ د ګوند پھ منشور كښې شامل ده،زر يا پس به جنوبي پنجاب جلا صوبه جوړيږي۔