د رانا مشهود احمد خان د بحرېن وزيرې سره ټيليفوني تماس ٬ د ځوانانو چارو په اړونده همكارۍ د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔2 ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خان د بحرين د ځوانانو چارو وزيرې روان بنت نجیب توفیقی سره تېلېفوني تماس نيولے۔ په دې موقع د پاكستان او بحرېن ترمينځه ځوانان په خپلو پښو اودرولو او د دوئي مخ په وړاندې بوتللو له د دوه اړخيزه مرستې په لا پياوړتيا خبرې اترې وشوې۔ د خبرو په مهال دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې ځوانان د خپل هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ دوئي په عصري نړۍ كښې ځوانانو ته د پېښو چېلنجونو اعتراف او د ډیجیټل سکلز په پرمختګ ٬ د كاروبار موقعو او د رضاكاريت په څير څانګو كښې د همكارۍ په فرصتونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ رانا مشهود احمد خان د وزیراعظم یوتھ پروګرام د لاندې د ځوانانو په خپلو پښو اودرولو له د پاكستان عزم په ډاګه كړو۔ روان بنت نجیب توفیقی د ځوانانو مخ په وړاندې تللو له د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه او د بحرېن لخوا يي پاكستان سره نزدې مرسته كولو له خپله خوښي ښكاره كړه۔ دې د ګډې پروګرامونو ٬ د دورو تبادلو او ورچوئل فورمز د لارې د بحرېن او پاكستان ځوانانو ترمينځه د زيات نه زيات افهام وتفهيم ته د ودې وركولو وړاندېز وركړو

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں