پاکستان اروپائي ائتلاف سره دوه اړخيزه اړيكې په ستراتيژكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لري ۔ د سينيټ چيئرمين

image

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې پاکستان اروپائي ائتلاف سره دوه اړخيزه اړيكې په ستراتېژكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لري۔ ده دا خبره د اروپائي ائتلاف د مذهبونو او عقيدو ودې لپاره خاص استازي براٶن وان ډائلے په مشرۍ كښې پلاوي سره د پارلمان په ودانۍ كښې وكړه چا چې دوي سره د زيارت په ورځ ليدلي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں