هند جنګ كولو سره کشمیر نه شي ترلاسه كولې

image

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې هند جنګ كولو سره کشمیر نه شي ترلاسه كولې، د هندي جاسوس کلبھوشن یادو سره د هغه د مور او كورودانې ملاقات به په 25 دسمبر کولې شي، افغانستان كښې مېشته پاکستانی وګړي دې د غیر ضروری مزل څخه ډډه وكړي، سی پیك كښې د دريم كوم هېواد د شرکت پريكړه به د پاك چین دوه اړخيزه مشاورت او اتفاق سره كېږي،پاکستان افغانستان سره د نتيجې وړ خبرې اترې غواړي۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند ډاکټرمحمد فیصل د جمعې په ورځ اوونيز پریس بریفنګ په مهال د خبريالانو د بيلا بيلو پوښتنو ځواب وركولو سره وكړې۔ وياند د پاکستان د در اندازۍ په اړه د هندي داخله وزير تورونه ردولو سره ووئيل چې هند په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو او ظلمونو څخه د نړيوالې ورورلۍ پام ګرځولو لپاره بې بنسټه تورونه لګوي۔ حقیقت كښې د هند پوځ د روان كال په مهال تر اوسه په ایل او سی او ورکنګ باونډری د 1300 څخه زيات ځله د سیز فائر خلاف ورزۍ كړې دي چې پكښې 52 بې ګناه وګړي شهیدان شوي او ګڼ ژوبل شوي دي۔ وياند ووئيل خارجه وزير د هند خارجه وزيرې سشما سوراج ته يو خط ليكلو سره په ډاګه كړې چې پاکستان د کشمیر پشمول ټولې چارې د خبرو اترو د لارې حل کولو له چمتو دے۔ خواجه آصف وئيلي دي چې هندي اقدامات او عزائم سيمه كښې امن او سلامتیا له خطر دي۔ وياند ووئيل د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدر آمد سره حل کیدې شي۔ وياند ډاکټرمحمد فیصل ووئيل چې بیت المقدس د اسرائیل پايه تخت منلو د امريكې پريكړه د تشویش وړ ده۔ په دې لړ كښې وزیراعظم د او آئی سی په بيړنې غونډه او خارجه وزير خواجه آصف د او آئی سی د کونسل آف فارن منسټرز په غونډه كښې ګډون كوي۔ وياند ووئيل سی پیك د پاکستان او چین دوه اړخيزه پروژه ده۔ د دريم هېواد شرکت پريكړه به د پاك چین دوه اړخيزه مشاورت او اتفاق نه پس كولې شي۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان افغانستان سره د نتيجې وړ په خبرو اترو باور لري۔ د خارجه دفتر وياند افغانستان كښې د پاکستان وګړو ته د ويښ پاتې كيدو او د محتاط مزل سپارښتنه وكړه۔ وياند ووئيل افغانستان كښې د پاکستان وګړي یا ملازمین دې خپل خیال ساتي دغسې افغانستان كښې مېشته پاکستانیانو ته د پاکستان سفارتخانې سره د ایمبیسی ویب سائټ د لارې د رجسټرېش تاکید شوے دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی