د محمد نواز شریف د اقامے چې كومه پېمانه اېښودلې شوې وه ھغه د نيازي سروسز لمېټډ لپاره ولې نه وه

image
APP72-18 RAWALPINDI: December 18 – Ms. Marriyum Aurangzeb, Minister of State for IBNH&LH talking to media. APP

پېنډۍ 18 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي د محمد نواز شریف د اقامې چې كومه پېمانه اېښودلې شوې وه ھغه د نيازي سروسز لمېټډ لپاره ولې نه وه۔ كله چې د قانون دوه پېمانې وي نو آوازونه به راځي٬ د عمران خان پرېكړې د پانامه كېس لپاره د خپلې كړې شوې پېمانې نفي ده٬ د قانون په دې دوه پېمانو د اولس ٬ قانون پوهه او تجزيه كارو آوازونه راشي٬ د محمد نواز شريف خو نه آف شور كمپني وه او نه د يوې كمپنۍ ډائرېكټر ٬ شېئر هولډز يا بينېفشل آنر ٶ٬ خو ھغه په اقامه نااهل كړې شوې٫ بلخوا عمران خان تسليم كړې چې نیازي سروسز لمېټډ جوړ كړې شوې او فلېټ اخستلې شوې٬ د جولائي 28مې نيټې د پرېكړې نه پس هېواد كښې سياسي عدم استحكام راغلے٬ خپله دفاع كښې څه وئيل د هېواد ادارو سره تصادم نه وي٬ د مسلم لیګ (ن) حکومت قام سره كړې هر لوظ ترسره كولو سره ښودلې٬ د پاكستان هرې صوبې پنجاب ، سندھ ، بلوچستان ، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان كښې وګرځۍ هر ځائ د مسلم ليګ (ن) د حکومت كار به په نظر راځي٬ د ګلګت نه تر كراچۍ پرمختيائي منصوبې د حكومتي كاركردګۍ ښكاره ثبوتونه دي٬ په پنجاب كښې په كال 2013 او د دې نه وړاندې چې پاکستان مسلم لیګ (ن) او پنجاب وزیر اعلیٰ محمد شهبازشریف څومره لوظونه كړې ترسره كړې ئې دي خوا ھغه كه د پبلك ټرانسپورټ منصوبې وي يا د اولسي خېرښګړې٬ محمد نواز شریف د اولس د ووټ د تقدس د بحالۍ بار پورته كړې دے٬ راتلونكي وخت كښې د اولس د ووټ د تقدس بحالي يقيني په نظر راځي٬ پاکستان مسلم لیګ (ن) د هېواد د ټولو نه لوے او مقبول ګوند دې، پاکستان مسلم لیګ (ن) ته د محمد نواز شریف په نامه ووټ ترلاسه كېږي ٬ زمونږ قائد محمد نوازشریف مونږ ته يوازې د كاركردګۍ سياست ښودلې٬ په كال 2018 كښې به د كاركردګۍ په بنياد ووټ ترلاسه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د پېنډۍ په آرټس کونسل كښې د’’کلرز آف کوریا ‘‘په سرخط راجوړ كړې شوې نندارتون پرانستې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل چې كوم د 28 م جولائی پرېكړې اثرات ټول قام ويني۔ كه ټاكلو حكومتونو ته سسیلین مافیا ووئيلې شي نو بيا اولسي ردعمل فطري دے۔ دې وئيل تاريخ ته دې پام وكړې شي چې كله په ادارو فشار راغلې نو نظريه ضرورت هم رامخې ته شوې۔ په خپله دفاع كښې خبره كول ادارو سره تصادم نه وي۔ پاکستان مسلم لیګ(ن) ووټ د نواز شريف په نامه اخلي۔ دې ووئيل نواز شريف چې راغلو نو هېواد په تيارو كښې ډوب وو۔ نن هېواد كښې په سي پېك منصوبه كار روان دے۔ د برېښنا پېداوار زيات دے۔ دې ووئيل د پخواني وزير اعظم محمد نواز شريف د وژن ترمخه د پورته كړې شويو ګامونو ٬ د وسله وال ځواك او قانون نافذ كوؤنكو ادارو قربانيو په سوب هېواد كښې امن په ځائې شوې او نن مونږ هېواد كښې د كلتور او ورثې خبرې كوؤ۔ دوهمې وزير ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسی د ټولو منصوبو په بشپړولو تندۍ سره كار كوي۔ دې ووئيل ن لیګ 2018ء كښې هم د كاركردګۍ په بنياد ووټ ترلاسه كړو۔ دې ووئيل مېټرو خان صاحب ټكونه كول خپله صوبو كښې ئې د دې جنګله هم جوړه نه كړې شوه۔ دې ووئيل كے پي كے كښې 1000 سكولونه بند كړې شوي ۔ دې ووئيل عمران خان ادارو پسې خندا كوي۔ دې څخه وړاندې مريم اورنګزېب كورائي پلاوي سره په ګډه د عكسونو نندارتون پرانسته وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا