لاهور 26 دسمبر(اے پی پی ) پخواني وزيراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي څنګه مې چې د عدليې د بحالۍ بېرغ پورته كړې وو دغسې به د عدل د بحالۍ بېرغ پورته كوم۔ د مسلم ليګ (ن) ايجنډا د پاكستان د تعمير او پرمختګ ايجنډا ده۔ په كال 2018ء كښې به د مخالفينو ټولې منصوبې په ځائې پاتې شي۔ مسلم ليګ (ن) به تاريخي فتح ترلاسه كړي۔ د كال 2013ء په ټاكنو كښې مو د ارزان انصاف رسنه د كرڼلار برخه جوړه كړې وه۔ 2018ﺀ كښې خپل كرڼلار كښې د حقيقي انصاف نقطه شاملوؤ۔ ده د نهې په ورځ ماډل ټاؤن كښې سوشل ميډيا كنونشن ته خطاب كولو۔ په دې مهال د مسلم ليګ (ن) مرکزی لارښوده مریم نوازشریف،د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزېب ٬د آئي ټي دوهمه وزيره انوشه رحمان او د سناتور پروېز رشيد په شمول نور ليګي لارښود موجود وو۔ پخواني وزيراعظم ووئيل د كال 2013 ټاكنو كښې مې اولس سره وعده كړې وه چې لوډشېډنګ به ختم كړم دغه وعده مې ترسره كړه۔ ده ووئيل 1999ء كښې چې كله زمونږ حكومت ختم كړې شو نو هېواد كښې زياته برېښنا موجود وه ولې زه چې كله جلا وطنۍ څخه بېرته هېواد ته راغلم نو هېواد كښې د برېښنا كمې وو۔ مونږ بيا اقتدار كښې راتلو څخه وروستو د برېِښنا لوډشېډنګ ختم كړو۔ ترهګري مو هم ختمه كړه۔ هېواد كښې كركټ بيا پېل شو۔ ده ووئيل مونږ پېښور څخه تر لاهور موټروے جوړه كړه۔ لاهور څخه تر ملتان موټروے به راروان كال كښې بشپړه شي۔ اسلام آباد څخه تر مانسهرې 6 لارې موټروے جوړېږي۔ ده ووئيل قائد اعظم د غلامۍ په ضد د آزادۍ بېرغ پورته كړو۔ زلمي د ده د اولني صف ډله وه اوس به هم زلمي دا بېرغ پورته كوي۔ پخواني وزیراعظم ووئيل هېواد كښې د ووټ تقدس ٬ د آئين او قانون حكمراني او د انصاف رسنې تاريخ ياد ساتل ډېر ضروري دي۔ ده ووئيل كه كرپشن رامخې ته شوې وې نو بيا بايد سزا شوې وې ولې په ما خو د 10 روپو هم كرپشن ثابت نه شو۔ ده ووئيل زما د اهليت او نااهليت پرېكړه به اولس كوي او پرېكړه به هغه وي كومه چې په مېرټ او انصاف اډانه وي۔ ده ووئيل په كال 2009ﺀ كښې مو د عدليې بحالۍ له پرېكړه كوؤنكې مارچ وكړو۔ ماته بزدل ويونكي دې واوري دغه مهال مونږ سر په تلي كښې اېښودلې روان وو۔ ده په عمران خان ټكونه كولو سره ووئيل كه هغه ته ټاكنو كښې ماتې وشي نو بيا هغه د ټګۍ فرياد كوي۔ كله د اېمپائر ګوتې ته ګوري كله عدالتونو ته ۔ د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې به كلين بولډ شي۔ پخواني وزيراعظم ووئيل ماته ددې خبرې سزا راكړې شوه چې ما پاكستان اتومي طاقت جوړولو سره د نړۍ د ظلم په وړاندې د سر ټيټولو څخه انكار وكړو۔ ده كارمندانو څخه لوظ واخست چې هغوي به سباؤن كښې د اولسي مېنډېت سپكاوي كولو ته څوك نه پرېدي۔ پخواني وزیراعظم وعدہ وكړه چې دوئي ته به روزګار ترلاسه شي۔ مریم نواز ووئيل هم په دې پاكستان كښې ژوند كوؤ او هم دې خاورو ته به ځو۔ د نواز شريف په مشرۍ كښې به يو داسې پاكستان جوړوؤ كوم كښې به چې د عدل او انصاف پرېكړې وي۔