د تهري جي او فور جي خذماتو پیل كېدو نه پس د پروژې له مخې 5896 كليو والو سيمو ته د براډ بينډ آسانې وركولې شي

image
APP60-12 ISLAMABAD: January 12 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi addressing at the Signing Ceremony of "Broadband for Sustainable Development Projects in FATA". APP

اسلام آباد 12 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د هېواد په ټولو برخو كښې په ارزانه بيعه د براډ بينډ آسانې وركولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي٬د تهري جي او فور جي د خذماتو پیل كېدو نه پس د پروژې له مخې 5896 كليو والو سيمو ته د براډ بينډ آسانې وركولې شي٬د نوو لوظ نامو په نتيجه كښې به خېبر٬مومند او ډي آئي خان كښې د درې نيم اربه روپو په لګښت سره په 1187 كلي والو سيمو كښې د 40 لكو نه زيات خلق آسانې ولري۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ځايې هوټل كښې د وفاق تر انتظام لاندې په قبائېلي سيمو (فاټا)٬ خېبر ايجنسۍ٬مومند ايجنسۍ او ډي آئي خان كښې پائيدار پرمختيائي پروژو لپاره د براډ بينډ په لوظ نامه د لاس ليك دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وزيراعظم د يونيورسل سپورټ فنډ په مرسته د هېواد په قبائېلي سيمو كښې د براډ بينډ آسانيو لپاره د اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به خلق په كور آسانې ولري او د ښارونو او د كلي والو سيمو ترمينځه به د فرق ختمولو له مرسته تر لاسه شي۔د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت له مخې كار كونكې يو اېس اېف په پاتې سيمو كښې د ټېلي كام آسانيو لپاره كار كوي۔ده د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت ته په راتلوونكو څلورو مياشتو كښې د دې پروژې ترسره كولو او په ارزانه بيعه د آسانيو وركولو امر وكړو۔ده هيله څرګنده كړه چې دې سره به خلقو لپاره نوې لارې پرانستلې شي او د اي كامرس سره به نور يو شمېر خذمات هم رامينځ ته شي د كومو چې څو كاله وړاندې تصور هم نه شو كېدې۔وزيراعظم ووئيل اي سروسز په تندۍ سره رامخې ته كېدونكې څانګه ده او دا د هېواد په لرې سيمو كښې خلقو ته د روغتيا او تعليم او د كاروبار موقعې وركولې شي۔په نورو پړانو كښې به د دې په نتيجه كښې په اليكټرانك ووټنګ او د ټاكنو كولو په لګښت كښې هم كمي راشي۔ده ووئيل يو اېس اېف په هېواد كښې پائيداره پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو لپاره مرسته كوي۔وزيراعظم ووئيل حكومت د هېواد په ټولو سيمو كښې په ارزانه بيعه د براډ بينډ آسانيو لپاره اقدامات كوي چې دغسې د هېواد په لرې سيمو كښې آسانې پېدا شي۔ده ووئيل يو اېس اېف د ټولنې په پرمختګ كښې د مرسته كونكې كردار ادا كوي۔ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت په هېواد كښې په ارزانه بيعه براډ بينډ لپاره د جامع حكمت عملۍ له مخې اقدامات كوي چې دغسې د ټېلي كام څانګې پرمختګ څخه د هېواد ټولې سيمې يو ډول استفاده وكړی شي۔وزيراعظم په كم پرمختللي او پاتې سيمو كښې انجونو لپاره د آئي ټي او اي سروسز په وركړه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پھ اړه د يو اېس اېف د اقدام ذكر هم وكړو۔يو اېس اېف انجونو لپاره د آئي سي ټي پروژې له مخې مائيكرو سافټ سره د انجونو تربيې لپاره ګدون كړی۔تراوسه د پاكستان بېت المال په وومن اېمپارومنټ مركزونو كښې د كمپيوټر 100 لېبارټرۍ جوړی كړی شوي چې پكښې به 3500 زده كوونكو له تربيه وركولې شي۔دستورې ته د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمې وزيرې انوشه رحمان هم وېنا وكړه او وې ووئيل د يونيورسل سپورټ فنډ د 226 كمپيوټرز لېبارټرۍ د لارې د اسلام آباد په سكولونو كښې زده كوونكو ته د آئي سي ټي تربيه وركولې شي۔مائيكرو سافټ به 202 ښوونكي هم تربيه كوي چې د لارې به يې 17 زره انجونو ته تربيه وركولې شي۔د دې نه وړاندې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د يو اېس اېف او د يوفون ټېلي نار سروس وركونكو ترمينځه د لوظ نامو د لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔د دې څخه وروستو اے پي پي سره په خبرو كښې د ټېلي نار پاكستان چيف ايګزېكټو آفيسر عرفان وهاب خان ووئيل چې ټولنه خپلواكه جوړول د ټېلي نار پاكستان اقدار محور دې٬ده ووئيل چې په پنځو ضلعو كښې 120 نوې سائټس جوړول يو لويې كار دې۔ده ووئيل چې د ټېلي نار ډله د مومند ايجنسۍ او ډېره اسماعيل خان 17 لكه وګړي په خپلو كښې د تړلو چېلنج په اړه ډېر پرجوش دي

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں