وزيراعظم شاهد خاقان عباسي كلور كوټ او ډهكي ترمينځه په اباسين د يو نوي پل جوړولو بنياد كېښوده

image
APP01-20 FAISALABAD: January 20 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi unveiling the plaque to inaugurate Faisalabad International Airport Expansion Project. APP photo by Tasawar Abbas

كلور كوټ 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خالي په ورځ د كلور كوټ او ډهكي ترمينځه په اباسين درياب د يو نوي پل جوړولو بنياد اېښې دې۔دا وخت د پلونو٬بېراج٬هېډوركس پشمول په 15 ځايونو اباسين باندې خلك پريوتې شي او په دغه ځايونو پلنوالې د 18 نه تر 20 فټ دې كوم چې د اوسني ټرافېك لپاره ناكافي دې۔دا اوسنې جوړېدونكې پل به د كلوركوټ او ډهكي ترمينځه فاصله كمه كړي۔دا فاصله به د 80 كلوميټره نه 15 كلوميټر ته راشي۔ په كوم به چې درې اربه روپۍ لګښت راځي او په اتلس مياشتو كښې به بشپړېږي۔وزيراعظم په كلور كوټ كښې دوي د پل د بنياد تېګه كېښوده۔دا پل به ډېره اسماعيل خان او اسلام آباد موټروے سره منسلك وي او د سي پېك برخه ده۔پل به بهكر او ډېره اسماعيل خان د ډكي په سيمه يو بل سره پيوست كوي او دغسې د كلور كوټ او ډكي ترمينځه مزل به د 80 كلوميټره نه 15 كلوميټره ته راشي۔د ې پل جوړېدو سره به د پښتونخوا او پنجاب ترمينځه د غلې اوړلو راوړولو له آسانې ترلاسه شي۔دا پل به 4 لارې لري او 1288 ميټره به اوږد وي

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی