پاکستان د اقتصادی مرستې تنظیم غړو هېوادونو سره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له لوظي دے

image

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې پاکستان د اقتصادی مرستې تنظیم غړو هېوادونو سره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له لوظي دے، تجارت زياتولو ، سيمه ايزو رابطو ، سیلګرې ودې او د وګړو ترمينځه رابطو زياتولو څانګو كښې د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه پراخا امکانات شته۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ د اقتصادی مرستې تنظیم عمومي سيكتر سفیر حلیل ابراهیم آککا سره په وزیراعظم آفس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ د اقتصادی مرستې تنظیم عمومي سيكتر او د هغه د پلاوې د هركلې كولو سره وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل پاکستان د اقتصادی مرستې تنظیم غړو هېوادونو سره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له لوظي دے۔ ده د تنظیم پلیټ فارم د لارې سيمه ايز مربوطیت او ګڼ اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له د پاکستان د فعاله کردار د عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم ووئيل تجارت زياتولو ، سيمه ايزو رابطو ، سیلګرې ودې او د وګړو ترمينځه رابطو زياتولو څانګو كښې د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه پراخه امکانات شته۔ د اقتصادی مرستې تنظیم عمومي سيكتر په تود هركلې كولو د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل ای سی او سیکټريټ به د تجارت، ریل او سترو لارو سيمه ايز رابطو زياتولو ، د سيلګرې ودې او دوه اړخيزه څانګو كښې د مرستې زياتولو له يو فریم ورك کار كوي۔ ده ووئيل د اوسنيو چیلنجونو مخنيوي له د اقتصادی مرستې تنظیم د غړو هېوادونو ترمينځه مرستې ته ودې وركولو له په ښه ډول كار كوي۔ اقتصادی مرستې تنظیم اهداف مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاکستان د فعاله کردار اعتراف کولو سره ده د پاکستان کارکردګۍ وستائله۔ ده هيله څرګنده كړه چې د اقتصادی مرستې تنظیم دريم دوه ورځنې اټارنیز او پراسیکیورټرز جنرلز کنفرنس په اسلام آباد كښې كولو سره د غړو هېوادونو ترمينځه د سختو جرمونو او په خاص توګه د نشه اي توكو قاچاق ا و بشري قاچاق ، سائبر کرائم او د نور سنجيده نوعیت جرمونو مخنيوي كولو كښې مرسته ته ودې ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia