زمونږ سیاسی او عسکری قیادت يو موټې دے، پاکستان هر ډول دښمن له د ځواب وركولو بشپړه صلاحیت لري

image

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) دفاع لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ چیئرمېن جنرل (ر) عبدالقیوم وئيلي دي چې کشمیر زمونږ په زړونو كښې دے، د کشمیر آزادۍ لپاره به په هر فورم غږ پورته كولې شي ، زمونږ سیاسی او عسکری قیادت يو موټې دے، پاکستان هر ډول دښمن له د ځواب وركولو بشپړه صلاحیت لري۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ د انسټيټیوټ آف پیس اینډ ډپلومېټګ سټډیز او جمو او کشمیر وائس آف وکټمز تر سيوري لاندې سیمینار ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع مقبوضه کشمیر سره تعلق لرونكې حریت لارښود ظفر اکبر بټ ،آل پارټیز حریت لارښود محمود احمد ساغر ،د انسټی ټیوټ آف پیس اینډ ډپلو مېټك سټډیز صدر فرحت آصف، فرزانه یعقوب، ډاکټر عدنان سرور خان هم خطاب وكړو۔ دغسې د جمو او کشمیر سالوېشن موومنټ وائس چيئرمېن الطاف احمد بټ، مسعود شریف خټك ، سناتور اسماعیل بلیدی ،مشتاق عسکری ، سردار عظیم پشمول غیر ملکی سفارتکارو، د سول سوسائټۍ او علم و ادب او تعیلم څانګې سره تعلق لرونكو كسانو ګڼ شمير كښې پھ سیمینار كښې موجود ؤ۔ سناتور عبد القیوم ووئيل کشمیر زمونږ په زړونو كښې دے، د کشمیر آزادۍ لپاره به په هر فورم غږ پورته كولې شي ، زمونږ سیاسی او عسکری قیادت يو موټې دے، پاکستان هر ډول دښمن له د ځواب وركولو بشپړه صلاحیت لري۔ ده ووئيل زمونږ ميډيا او په خاص توګه سوشل میډیا د کشمیریانو غږ ټوله نړې كښې پورته كولو له مهم كردار ترسره كوي۔ ده د حریت لارښودو له باور وركړو چې د پاکستان ټول قیادت او اولس ستاسو غږ سره ولاړ دي، مونږ د ملګرو ملتونو د قرار دادونو له مخې د کشمیر آزادۍ نه علاوه كومه بله غوښتنه نه كوو او نه به مونږ د خپلې دې غوښتنې څخه لاس په سر شو

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina