اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د جهلم زړه ور فرزند مېجر محمد اکرم شهيد (نشان حيدر) ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل ميجر محمد اکرم شهيد وطن سره د مينې جذبې ٬ جنګي پوهې او د بشري حوصلې معراج وو۔ د اتوار په ورځ د میجر محمد اکرم شهيد د شهادت پنځوسمې کليزې په موقع په خپل پېغام كښې هغه ووئيل مېجر محمد اكرم شهيد د كال 1971 په جنګ كښې د مشرقي پاكستان هلي سيمې په محاذ د ټولو ستونزو باوجود عزم او حوصلې سره د هندي پوځ مقابله وكړه او د دغه جنګ په مهال د دسمبر په 5 مه نېټه ئې د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ هغه ووئيل ټول اولس د جهلم دغه زړه ور فرزند محمد اكرم شهيد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ هغه زياته كړه چې د هېواد او اولس لپاره د مېجر محمد اكرم قرباني به ټول عمري ياد ساتلې شي