وزيراعظم شهباز شريف په دوه ورځنۍ سركاري دوره متحده عرب اماراتو ته روان شو

image

اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د لوړې كچې پلاوي سره په دوه ورځنۍ سركاري دوره متحده عرب اماراتو ته روان شو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د خپلې دې دورې په مهال د متحده عرب اماراتو له اولس مشر شېخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات كوي په كوم كښې به چې د دواړو اسلامي وروڼوهېوادونو ترمېنځه اقتصادي ٬ تجارتي او د سرمايه كارۍ څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو او په يو اے اي كښې پاكستاني افرادي قوت لپاره موقعې پېدا كولو سره په اړوندو چارو خبرې وكړې شي۔ دواړه مشران به د دوه اړخيزو ګټو په بېلابېلو سيمه ييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه هم كوي۔ دې سره سره وزيراعظم به د متحده عرب اماراتو خپل همڅنګ ٬ دوهم صدر او د دبۍ واكمن شېخ محمد بن راشد المكتوم سره ملاقات كوي۔ په دې موقعه به وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د اماراتي تاجرانو او سرمايه كارانو سره ملاقاتونه هم كوي۔

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر