اسلام آباد 24 ??کت??بر (اے پي پي) امام کعبه ډاکټر صالح بن عبداللہ بن حمید وئيلي دي د ح??ال فوډ موضوع يوازې تر خوراك محدوده نه ده٬ د څښلو څيزونه او د داروګانو معاملات هم بحث غواړي۔د نهې په ورځ اسلامي پوهنتون فېصل مسجد كېمپس كښې د جامعه كليه شريعه او قانون تر سېوري لاندې د ح??ال خوراك په سرخط نړيوال كنف??نس د پرانستې دستورې ته دا خبرې امام كعبه ډاکټر صالح بن عبداللہ بن حمید وكړې۔ ده ووئيل د ح??ال او حرام پحقله بې ځايه فتوې جاري كول مناسب اقدام نه دے٬ دا كار تر جيد مفتيانو او علماﺀ محدودول پكار دې۔ ده ووئيل حرام خوراك په وجود مضر اثرات كوي۔ امام كعبه ووئيل د سعودي اولس هم پاكس??ان سره ھغه هومره مينه لري څومره چې د پاكستانيانو په زړه كښې سعودي عربس??ان لپاره ده۔ په دې موقع پاكس??ان كښې د سعودي سفير نواف المالکی، د سائنس او ټېكنالوجۍ دوهم وزير میر دوستېن حسېن ډومکي، د مواصلات وزیر ډاکټر عبدالکریم، د جامعه رېكټر ډاکټر معصوم یٰسین زئی، جسټس (ر) خلیل الرحمن، امام کعبه سره د راغلي پلاوي غړي٬ د پوهنتون نائب صدور ، ډین فېکلټي آف شریعه اېنډ لاء ډاکټر طاهر حکیم او د پوهنتون نورو چارواكو نه سره 60 ملكي او غېر ملكي مقاله نګار هم موجود وو۔ كنف??نس ته د مواصلات وزیر ډاکټر عبدالکریم، د جامعه رېكټر ډاکټر معصوم یٰسین زئی، جسټس (ر) خلیل الرحمن، هم وېنا وكړه