اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د القدس شریف پحقله د او آئ?? سي مشرانو په غونډه كښې ګډون كوي كومه به چې په 13م دسمبر د تركيې په استنبول ښار كښې كېږي۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري شوې بيان ل?? مخې د غونډې نه وړاندې به د خارجه وزيرانو د كونسل غونډه كېږې چې پكښې به د پاكستان خارجه وزير خواجه آصف ګډون كوي۔ دا غېر معمولي د مشرانو كنفرنس د تركيې اولس مشر د او آئ?? سي د سمټ صدر په حېث رابللې چې پكښې د زياتره او آئ?? سي غړو ګډون متوقع دے۔ کنفرنس كښې به د امريكائي انتظاميې لخوا د امريكې سفارت د تل ابيب نه يروشلم ته د منتقل كولو په اوسنۍ پرېكړه غور او خوض كولې شي۔ د او آئ?? سي مشران به د دې صورتحال مقابلې له طريقې هم لټوي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به فلسطیني وروڼو لپاره د پاكستان د حكومت او اولس جذبات رسوي۔ ھغه به په او آئ?? سي كښې د القدس شريف په مسئله متفقه موقف خپلولو او د امريكې په انتظاميه خپلې پرېك??ې له په نظر ثانۍ كولو زور رواړي