اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) اقت??اد?? رابطه كمېټۍ (ا?? سي سي) پنجاب او سندھ حكومتونو له پرله پسې د 15 لكه او 5 لكه ټنه غنمو پشمول د غنمو د مصنوعاتو برآمد كولو او د سي پېك له مخې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ د بنيادي انفراسټركچر منصوبو لپاره د تعميراتي موادو په درآمد د ټېكس ??و ډيوټۍ څخه د استثنٰې تجويز منظور كړے دے ۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د اقت??اد?? رابطه كمېټۍ (ا?? سي سي) غونډه د جمعې په ورځ د وزيراعظم په كور وشوه چې پكښې د سي پېك له مخې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ د بنيادي انفراسټركچر منصوبو لپاره د تعميراتي موادو په درآمد د ټېكس ??و ډيوټۍ څخه د استثنٰې تجويز منظور كړې شو ۔ دا استثنیٰ به د پېښور نه تر كراچۍ موټروېز او د سكهر ملتان سېكشن په جوړولو نافذ وي۔ اقت??اد?? رابطه کمېټۍ په مالياتي شموليت او د بنيادي اډانې منصوبې نفاذ په اړه د پ??كس??ان مركزي بانك ته د روپو جاري كولو لپاره د پ??كس??ان حكومت د ري لېنډنګ پاليسۍ څخه د استثنیٰ وركولو هم منظوري وركړې۔ ا?? سي سي د خوراك تحفظ او تحقيق وزارت لخوا پنجاب او سندھ حكومتونو له د 15 لكه او 5 لكه ټنه د غنمو پشمول د غنمو د مصنوعاتو برآمد تجويز هم منظور كړې۔د غنمو او د غنمو د مصنوعاتو برآمد عمل به تر 30 جون كال 2018 بشپړولې شي۔ ا?? سي سي پوهنتونونو له د انكم ټېكس ??رډيننس مجريه 2001 سېكشن 113 څخه د استثنٰې وركولو هم منظوري وركړه ۔ غونډه كښې د فېډر بورډ آف ريونيو لخوا د ځينو څيزنو په ځينې انضباطي ډيوټيو كښې د كمي منظوري وركړې ٬ دغسې په غونډه كښې پ??كس??ان سره په خاص لوظنامو كوٶنكو كمپنو د انكم ټېكس ??رډيننس 2001 د سېكشن 5A نفاذ څخه د استثنٰې د تجويز منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې د ټېنډر عمل د لارې شوګر ملز سره د اضافي شكرو سټاك څخه د 0.3 مېليونه مېټرك ټنه اخستو او وروستو ھغه د نړيوال ټېنډر د لارې د برآمد كولو د تجويز هم منظوري وركړې ده ٬ دې پرېكړه سره به شوګر ملز له د ګنو كروندګرو څخه په ټاكلې بيعه د ګنو اخستو او ادائيګي په وخت وركولو له آسانۍ ترلاسه شي۔ د اقت??اد?? رابطه کمېټۍ خېبرپښتونخوا او د پنجاب حكومت د برېښنا خالص ګټې د بقاياجاتو ادائيګئ لپاره واپډا ته د پ??كس??ان حكومت په ضمانت بانكونو څخه د مالي مرستې غوښتو هم اجازه وركړه۔