اسلام آباد ۔ 12 فروری (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف عاصمه جهانګير ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغې مرګ د هېواد لپاره يو لو??ے زيان ګرځولې دے ۔ ده ووئيل عاصمه جهانګير په هر پړاؤ د آئين او پارلمان دفاع كړې۔ د ګل په ورځ د ??ام?? اسمبلۍ غونډې په پېل كښې د پيپلز ګوند پارلماني لارښود سید نوید قمر ووئيل عاصمه جهانګير يو داسې شخصيت ؤ د كومې لپاره چې بايد د غمرازۍ قرارداد منظور كړې شي۔ په دې د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف ووئيل د 1960ء په لسيزه كښې د هغې پلار د ??ام?? اسمبلۍ غړې ؤ چا چې جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې ۔ ده ووئېل عاصمھ جھانګیر هم د خپل پلار هڅې جاري ساتلې وې۔ ده ووئيل جنرال پروېز مشرف چې كله په نومبر 1999ء كښې مونږ زندان ته واچولو نو تر ټولو اول غږ عاصمه جهانګير پورته كړے ؤ ۔ ده ووئېل هغې ټول عمري د مظلومو طبقو لپاره غږ پورته كړې ؤ ۔ هغه يوه عظيمه مېرمن وه۔ د ??ی ټی آئی غړي ډاکټر عارف علوی، شېخ صلاح الدین ??و نورو غړو هم عاصمھ جھانګیر، قاضی واجد ??و نورو ارواښادو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې