اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي)د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)حكومت انتهاخوښي او ترهه ګري ختمه ك??ې٬د ترهه ګرو ملا ماته ك??ی شو??٬د هېواد معيشت د پرمختګ په لاره روان شو??٬په هېواد كښې كاروبا?? وده ك??ې٬محصولات زيات شوي٬زمونږ په څلور كلنه دور كښې معيشت پرمختګ كړی٬د جي ډي پي شرح 5 فيصد ته رسېدلې٬په دې كښې دوه فيصده اضافه ډېره د ستائنې وړ ده٬روان كال به دا 6 فيصد ته ورسي٬د تعليم په څانګه ك??ې زمونږ د اقداماتو په نتيجه ك??ې بهتري راغلې٬پي اېچ ډي لپاره وظيفې په رېكارډ كچه زياتې شو?? ٬چين٬امريكې٬روس او برتانيې سره د ايجوكېشن ايكسچېنج پروګرام له مخې لوظ نامې شوي دي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په پي آئي ډي كښې د خزانې صلاحكار مفتاح اسماعيل او د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پھ هېواد كښې صنعت٬او نورې پیداواري يونټې په تندۍ سره پرمختګ كوي٬نړيوالو ادارو اعتراف كړی چې د پاكستان د اقت??اد?? پرمختګ اشاريې مثبتې دي۔ده ووئيل د صنعتي پرمختګ په نتيجه ك??ې درآمدات زيات شوي۔د پلانټ او مشينرۍ په څانګو كښې په تندۍ سره سرمايه كاري كېږي۔ده ووئيل ځينې خلق مثبت اقت??اد?? اړخونو ته هم منفي رنګ وركوي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پاكستان د اقت??اد?? پرمختګ په رفتار كښې په نړۍ كښې پنځم لمبر ته راغلې۔ده ووئيل سي پېك به پاكستان د منطقې د تجارت او معاش مركز جوړ شو??٬د يو نيم نه تر دوو كلونو پورې به د پیښور كراچۍ موټروے جوړه شي۔ده ووئيل د كوئټھ او ګوادر سفر مو د دوو ورځو نه 8 ساعتو ته راوستې٬سي پیك مانسهرې سره سره چترال سره هم تړلې كېږي٬ ده ووئېل د منډه بند په پروژه مو كار پېل كړې٬د لواري ټنل پروژه ترسره شوه٬كچي كنال ترسره شو??ده ووئيل د 2025 په پرمختيائي ايجنډا په كاميابۍ سره عمل روان دے۔وفاقې وزير ووئيل نړيوالې ادارې وائي چې كه د پرمختګ دا رفتار په ځاې وساتلې شي نو تر 2030 به پاكستان د نړۍ په 20 لويو معيشتونو كښې وشمېرلې شي۔ده ووئيل په كال 2013 كښې د بجټ خساره 8.2 فيصد وه٬دا خساره به روان كال 5.2 فيصد وي۔ده ووئيل د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام مو لس كهرب ته رسولې دے