اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) داخله وزير پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي حكومت د ترهګرۍ ٬ توان او معيشت ستونزو هوارولو سره سره د ټېكنالوجي او علم په څانګه كښې هم بنيادي ګامونه پورته كړي دي د كومو اثرات به چې راتلونكي وخت كښې رامخې ته ش??۔ ده ووئيل پاكستان اوس د ټېک آف پوزیشن كښې دې۔ د مايوسۍ خبرې بايد ونكړې شي۔ په كال 2013ء كښې چې كوم هېواد د نړۍ تر ټولو خطرناګ هېواد ګرځولې شو هغه نن د آسيا يو رامخې ته كېدونكې معيشت منلې ش??۔ د جمعې په ورځ نسټ پوه??تو?? كښې د نېشنل سېنټر آف آرټیفشل انټېلېجنس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ په وخت كښې د سلېټ او تختۍ زمانه وه كومه چې ختمه شوې۔ اوس ټیبلټ او فور جی د هغې ځائې نيولې۔ د پېن لټرېسی په ځائې کمپیوټر لټرېسي راغلې۔ شل دېرش كاله وړاندې چې كوم معلومات په كتابتونونو كښې وو هغه د سمارټ فونز په شكل كښې زمونږ په جېبونو كښې د??۔ ده ووئيل د بده مرغه سائنسي ايجاداتو كښې مونږ ډېر وروستو پاتې شوې يو۔ نن په مسلمانانو كښې سائنسدانان په نظر نه راځ??۔ ده ووئيل كه مونږ په سائنس او ټیکنالوجۍ كښې غلبه ترلاسه كړو نو نړۍ كښې بيا څوك زمونږ د سپكاوي جراﺀت كولې نه ش??۔ ده ووئيل د ابن خلدون، بو علی سینا، رازی او ابن الهېشم په شان مسلمان سائنسدانان اوس نه پېدا كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل لوئے څښتن مونږ ته د مشاهدې ٬ تدبر او تفكر بلنه راكړې ولې چې د كائنات په نظام پوهېدل لوئي څښتن ته درسېدو سوب ګرځ??۔ ده ووئيل د مشرف په دور كښې ماته مدينه منوره كښې د كار كولو موقع ترلاسه شوه نو ما وليدل چې حرم شريف كښې د موبائل فون د لارې به د عكس اخستونكو موبائل ضط كولې شو۔ نن داسې نه ده۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ 10 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړه۔ معيشت مو مخ په وړاندې بوتلې۔ ده ووئيل هره ضلع كښې به د پوه??تو?? كېمپس جوړولې شي دغسې چې د لرې پرتو سيمو ز??مو ته هم د اعلی تعليم ترلاسه كولو موقع په لاس ورش??۔ ده ووئيل د امريكا په پوه??تو??ونو كښې د چين 3 لکهھ او د هند د 150 زره څخه زيات كوچنيان زده كړې ترلاسه كو??۔ د پاكستان د بچو شمېره 5 زره 6 ده۔ ده ووئيل چی?? څخه تر پاكستان انفارمېشن هائی وے جوړولې ش??۔ ده ووئيل مونږ پیور ریسرچ نه بلكې اپلائیډ ریسرچ ته اړتيا لرو۔ ده ووئيل دې سېنټر جوړېدو سره به د آرټیفشل انټیلیجنس څانګه ډېره وړاندې لاړه ش??۔ ده ووئيل مونږ له به د ټېكنالوجي نوې څانګو څخه استفاده كول وي او ز??مو ته هم دا موقعې بايد وركړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل 100 زره ز??مو ته به آئي ټي سېكټر كښی تربيه وركړې ش??۔ دستورې ته د نسټ روغتون رېکټر لېفټېننټ جنرل (ر) نوید زمان ووئيل نېشنل سینټر آف آرټیفشل انټیلیجنس به پاکستان كښې د ټیکنالوجیکل اېنونسمنټ مركز وي۔ وروستو وفاقي وزير نسټ كښې د تيار كړې شوي نوي وهیل چیئر، روبوټس او د میډیکل ډیوائسز هم معائنه وكړه۔ داخله وزير د سېنټر پرانسته وكړه۔ په دې مهال د بېلو پوه??تو??ونو وائس چانسلران او د اېچ ای سی او پلاننګ کمېشن مشران چارواكي هم موجود وو