اسلام آباد ۔25 مارچ (اے پی پی) د چين په پلازمينه بیجنګ كښې پاکستانی سفارت كښې د 78 مې پاكستان ورځې او ?? پاك چين سفارتي اړيكو 67 مه سالګره په زړه پورې ډول لمانځلو له د استقباليې يوه درنه دستوره وكړې شوه۔ د اتوار په ورځ دغه ځائې څخه د ترلاسه شوي پرې?? ريليز ترمخه دې دستوره كښی پاکستانی کمیونټۍ،غېر ملکی سفارتکارو، دابلاغ ذريعو نمائندګانو او چينائي چارواكو ګډون وكړو۔ د چين د كركيلې وزير د دستورې خاص مېلمه وو۔ بیجنګ كښې پاکستانی سفیر مسعود خالد قدرمنو مېلمنو ته هركلې وئي??و سره ووئيل دا ورځ هر كال د مارچ په 23 مه نېټه د پاكستان جوړونكو عظيمو هڅو ته سلام وړاندې كولو له لمانځلې شي ولې چې په دې ورځ كال 1940 كښې قرارداد پاکستان منظور شو او ?? آزادۍ تحريك پېل شو۔ ده ووئيل د پاكستان او چين مشرتابه اړيكې په مضبوطو سياسي او ?? اقتصادي مرستې په بنياد ګټو او ??وكالۍ كښې بدلې كړي دي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خاص مېلمه د چين حكومت او ??ولس لخوا د پاكستان حكومت او ??ولس ته د پاكستان 78 مې ورځې مباركي وركړه۔ ده ووئيل چين پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ??دې لا مضبوطولو له به خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده په نړيوالو فورمونو د پاكستان مثبت كردار ستائنه كو??و سره سره د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د قربانيو او كاميابو اعتراف هم وكړو۔ په دې مهال قدرمن مېلمه پاكستاني سفير او نور سفيرانو سره په ګډه د سالګرې كېك كټ كړو۔ په نورو مېلمنو كښې د پی اېل اے اېئر فورس دوهم چف آف سټاف مېجر جنرل لی چن چاؤ او ?? شنګھائی مرستې تنظيم عمومي سېكتر راشد عليموف هم شامل وو