اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د بي آئي اې?? پي انډومنټ فنډ لپاره د يو ارب روپو اعلان كولو سره وئيلي دي د بے نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ مونږ 50 فيصده زيات كړې٬ راتلونكې بجټ كښې به دا لا زياتوٶ٬ دا بې وزله اولس لپاره د سماجي تحفظ يو م??م پروګرام دے ٬ هيله لرو چې نوې حكومت به هم دا پروګرام روان وساتي ۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د بي آئي اې?? پي په مركزي دفتر كښې د د بے نظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اې?? پي) ګرېجوېشن پروګرام او بي آئي اې?? پي انډومنټ فنډ اجراء په موقع وكړې۔ د دې نه وړاندې د پروګرامونو د تختۍ مخ كتنه وشوه۔ په دې موقع د بې نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ماروي م??من ٬ پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير٬ د اېن آر اې?? پي مشر شعېب سلطان خان او د بي آئي اې?? پي سېكتر عمر حميد خان هم وېنا وكړه۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ به د بي آئي اې?? پي د پروګرام دائره پراخه كوٶ كومه چې د مستحقو كسانو مرستې لپاره هر وخت چمتو دے۔ وزیراعظم ووئيل د وفاقي حكومت چې څومره خرڅونه دې د ھغې درېمه برخه بې نظير انكم سپورټ پروګرام ته وركولې شي٬ مونږ به دا لا زياتوٶ٬ ده ووئېل دا د ټولنې د بې وزله او وروستو خلقو د غربت خاتمې لپاره د سماجي تحفظ مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ ګرېجوېشن پروګرام له مخې د ټولنې زيات مستحق كسان ترې مستفيد شوې او دوي ته په خپلو پښو اودرېدو لپاره په يو ځائې نغدې روپې وركرې شوې دغسې چې ھغوي خپل كا??وبار پېل كړې شي كوم چې د غربت خاتمي له كليدي كردار لري۔ وزيراعظم د پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل په هر ډول سماجي تحفظ پروګرام ټولنه كښې كليدي اهميت لري۔ وزيراعظم هيله ولرله چې دې پروګرام مستفيد كېدونكې كسان به د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ولوبوي۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې خبره باور لرم چې دې پروګرام لپاره بېل كړې بجټ لا زياتول پكار دي دغسې چې راتلونكو پنځو كالو كښې د غربت خاتمې لپاره كېدونكې هلې ځلې لا موثره شي۔ وزیراعظم د پروګرام په كاميابۍ كښې د مالي معاونت كوٶنكو نړيوالو ډونرز هم مننه وكړه۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام كاميابۍ لپاره د ماروي م??من هڅې هم د ستائنې دي٬ هيله لرو چې ماروي م??من به ګرېجوېشن پروګرام كاميابۍ لپاره په راتلونكو دوو م??اشتو كښې د زړه د اخلاصه كا?? وكړي ۔ دستوره كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو٬ د پارلمان غړو په ګډون كولو وزيراعظم د هغوي مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام اېجوكېشن انډومنټ فنډ څخه مستفيد كوٶنكې مېرمنې به ټولنه كښې مهم كردار ترسره كړي۔