اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) په هېواد كښې د خام ??ېل او ګاز په پېداوار او لګښت كښې اضافه ??وې٬ د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې په سسټم كښې هره ورځ د 944 اېم ېم سي اېف ډي ګاز او د 32 زره بېرل خام تېلو اضافه ??وې۔ د سركاري ذريعو له مخې د ډسټري بيوشن نېټ ورك پراخا كېدو سره د ګاز لګښت هم زي??ت شوے٬ حكومت صارفينو ته د ګاز نوې كنكشن جاري كولو لپاره يوه پاليسي تياره كړې چې له مخې به ئې د اوسني حكومت د مودې تر پاې د وركړې شويو ګاز كنكشنو شمېره د 20 لكو نه زياته شي۔ د ذريعو له مخې په سندھ كښې د ??ېل او ګاز پنځه نوې پانګې دريافت شوې دي٬ حكومت د ??ېل او ګاز لټوونكو كمپنو په چارو كښې مداخله نه كوي۔ د اوسني حكومت په دور كښې د ??ېل او ګاز 98 نوې پانګې موندل شوې دي او 944 اېم سي اېف ډي ګاز په سسټم كښې شامل كړے شوے۔