اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د قامي ا سمبلۍ په غونډه كښې د ټولو پارلماني ګوندونو غړو د كورنيو چارو په وزير احسن اقب??ل د بريد سخته غندنه كولو سره غوښتنه كړې چې د دې پېښې دې پلټنې وكړې شي او اصل محركات دې په ډاګه كړې شي۔دا د كورنيو چارو په وزير بريد نه بلكې په رياست بريد دې۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پيپلز ګوند غړي اعجاز جاكهراني د كورنيو چارو په وزير په قاتلانه بريد سخته غندنه ??كړ?? او دعا يې ??كړ?? چې لوے څښتن دې د كورنيو چارو وزير ته روغ صحت وركړي۔د وژنكي نه بچ كونكې ډېر لويې دې۔الله خاص كرم كړی٬د بريد كونكي په شه څوك دي ??ايد د دې پلټنې وشي۔د مسلم ليګ(ن)غړي ميا عبدالمنان د كورنيو چارو په وزير د بريد غندنه ??كړ?? او د پلټنو غوښتنه يې ??كړ??۔د پاكستان تحريك انصاف غړې شيرين مزاري هم د ګوند لخوا پھ احسن اقب??ل د بريد غندنه ??كړ?? او وې وئېل چې دا د ټولنې لويه الميه ده چې برداشت ختم شوې۔د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)غړې نعيمه كشور خان هم د پیښې غندنه ??كړ?? او وې وئېل چې بايد پېښه كومې مدرسې يا مذهب سره ونه تړلې شي۔د اېم كيو اېم غړي شېخ صلاح الدين هم د بريد غندنه ??كړ?? او د كورنيو چارو وزير لپاره يې د روغتيا دعا ??كړ??۔د جماعت اسلامي غړي شېراكبر خان هم د بريد غندنه ??كړ?? او وې وئېل چې بايد د امن او امان د مسئلې وجوهات ولټولې شي۔عبدالقهار ودان هم د پېښې غندنه ??كړ??۔سيد عيسٰی نوري ووئيل چې د بريد كونكي مقصد د كورنيو چارو د وزير ژوند ختمول وو بايد پلټنې وشي۔په بلوچستان كښې هم د سياستدانانو ژوند په خطر كښې دې۔د وسلې په لائسنس پابندي ??ې ختم كړی شي