بلاوایو۔ 22 جولائی(اے پی پی) د پاكستانۍ كركټ لوبډلې نامتو اوپننګ بېټسمېن فخر زمان د ون ډے انټرنېشنل كركټ په تاريخ كښې يو شمېر نړيوال ريكارډز په خپل نوم كړي۔ ده تر ټولو زيات تندۍ سره 1000 رنزونه جوړولو سره نوې تاريخ جوړ كړې۔ دا سنګ ميل ده د 18 مېچ??نو په 18 اننګز كښې د 3 سنچرو او 6 نيمو سنچرو په مرسته ترسره كړې۔ دې څخه وړاندې دا ريكارډ د ویون رچرډز، کیون پیټرسن، جوناتھن ټراؤټ، کوئنټن ډی کوک او بابراعظم وو۔ دې 5 لوبغاړو په 21 اننګز كښې 1000 رنزونه جوړ كړې وو۔ فخر زمان 1000 رنزونه د زمبابوے ??ه ضد د سيريز په 5 م او آخري مېچ كښې د 85 رنز د زړه پوري اننګز كولو په مهال مكمل كړل۔ دې سره سره فخر زمان په سيريز كښې 515 رنز جوړولو سره نوې نړيوال ريكارډ هم جوړ كړو۔ ده د زمبابوے هملټن مسکډزا د زياتو رنز??نو 9 كاله پخوانې ريكارډ ما?? كړو۔ مسکډزا 2009ء كښې د كېنيا ??ه ضد د 5 مېچ??نو په سېريز كښې 467 رنز جوړ كړې وو۔ دغسې ده د هندي بېټسمېن روهت شرما ريكارډ هم ما?? كړو چا چې په كال 2013 كښې د آسټرېليا ??ه ضد د 6 مېچ??نو په سېريز كښې 491 رنز جوړ كړې وو۔ دې سره فخر زمان په سيريز كښې د زياتو رنز??نو جوړونكو په فهرست كښ?? دوهم لمبر ته رسېدلې۔ په اولني لمبر ويرات كوهلي دې چا چې 558 رنز جوړ كړې دي۔