اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر با??ي كښې د انډونيزيا خپل همڅنګ او د نړيوال با??ك صدر پشمول يو شمير مشرانو سره ملاقاتونه كړې څوك چې د نړيوال با??ك ٬ آئي اېم اېف ګروپ په كلنو غونډو كښې ګډون په لړ كښې د انډونيزيا په دوره تللې ۔ د ملاقاتونو په مهال په دوه اړخيزه چارو او د شړيكې خوښې په بېلا بېلو معاملو خبرې اترې شو??۔ د انډونيزيا خپل هم منصبې سري ملاياني اندراوتي سره ملاقات كښې اسد عمر په دې خبره زور رواړو چې د ترجيحي تجارتي لوظنامې د جامع جاج اخستو نه پس به پاكستان ته د اضافي ټېرف لائنز وركولو عمل ګړندې كړې شي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې د پراختيا په چارو هم خبرې وشو??۔ د انډونيزيا وزېرې اسد عمر ته په منصب مباركي وركړه ۔ بلخوا د خزانې وزير اسد عمر د نړيوال با??ك صدر ډاکټر جم یانګ کم سره ملاقات كړ??۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او نړيوال با??ك ترمېنځه د مرستې د اوسنۍ وضع جاج واخستې شو۔ اسد عمر د نړيوال با??ك صدر د نوي حكومت د وژن او ترجيحاتو نه خبر كړو۔ د خزانې وزير د ملټي لېټرل انوسټمنټ ګارنټي اېجنسۍ او د او اي سي ډي سنيئر چارواكو سره هم ملاقاتونه كړي۔ د يادونې وړ ده د نړيوال با??ك /آئي اېم اېف ګروپ غونډو كښې د 189 هېوادونو د 15 زرو نه زيات استازي ګډون ك??ي كومې چې د انډونيزيا په با??ي ښار كښې د لسم اكتوبر نه تر څلورلسم اكتوبر كېږي۔ د خزانې وزير په مشرۍ كښې د پاكستا?? مركزي با??ك ګورنر ٬ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر او د فنانس ډويژن خاص سېكتر پشمول پلاوي د پاكستان نمائندګي كوي۔