پېښور ۔29 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپختونخوا اسمبلی سعودی عربستان كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلو حل ٬ د معاملې په ??فا??تي كچه د پورته كولو او صوبائ?? اسمبلۍ لپاره د سېنېټ او قام?? اسمبلۍ په ډول د بليو پاسپورټ جاري كولو په شمول د 6 قراردادونو په يوه خله منظوري وركړې ده۔ د خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې د پي بي مېرمنې غړې نګهت اوركزئۍ قرارداد وړاندې كړو چې وفاقي حكومت دې اېم پي اېز لپاره هم د سېنېټ او قام?? اسمبلۍ غړو په ډول ټول عمري له د بليو پاسپورټ جاري كولو احكامات جاري كړي۔۔ سعودي عربستان كښې د مېشته پاكستانو وګرو د ناوړه حالاتو او هغوي ته د پېښو ستونزو مخنيوي له د پيپلز ګوند صاحبزادہ ثناء اللہ او د اېم اېم اے ??نایت اللہ قراردادونه هم په يوه خله منظور كړې شول۔ قرارداد كښې ووئيلې شول سعودي حكومت سره دې د پاكستانو وګړو ته د پېښو ستونزو معامله په ??فا??تي كچه پورته كړې شي او د جواز نه غېر د نيولو لړۍ دې ختمه كړې شي۔ او دغلته مېشته پاكستانيانو له دې د حج كولو اجازه وركړې شي۔ د هغوي د بلېك لسټ كولو او هېواد څخه د ويستلو مسئلې دې حل كړې شي ګني هېواد كښی به د بېروزګارۍ شرح زياته شي۔ صوبائ اسمبلۍ د سردار حسېن بابك د قرارداد په يوه خله منظوري وركړه كوم كښې چې وفاق څخه غوښتنه شوې وه چې د پښتنو د بلاك شناختي كارډونو مسئله دې حل كړې شي۔ دغسې صوبائ?? اسبملۍ د (ن) ليګ سردار اورنګزېب هغه قرارداد هم منظور كړو كوم كښې چې هغه وفاقي حكومت څڅ?? غوښتنه وكړه چې په هزاره موټروے شاه مقصود انټرچېنج هری پور له د اخستې شوې زمكې د روپو وركولو مسئله دې حل كړې شي۔دغسې غونډې د قائمه كمېټو تشكيل كولو او د چيئرمېن ټاكلو اختيار د اسمبلۍ سپيكر ته د وركولو قرارداد هم په يوه خله منظور كړو