بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾ د چين اولس مشر شي جن پنګ وئېلي دي چې چين پاكستان سره خپل تزويراتي شركت لا مستحكم كولو او د سي پېك د كار رفتار لا ګړندې كولو ته تيار دې۔د چائنا ورځپاڼې راپور له مخې د چين اولس مشر دا خبرې د بيجنګ په لوې عوامي هال كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال كړي دي۔ده د دواړو هېوادونو په شريكو اړيكو او په خاص توګه په دوستۍ رڼا اچولو سر?? ووئيل چې د پاكستان او چين اړيكې وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي او د نړيوال يا ځايې م??رانو بدلون سره په دې هېڅ آغېز نه كېږي۔د?? ووئيل چې د پاكستان او چين شركت نه يوازې د د دواړو هېوادونو اولس لپاره ګټور دې بلكې دې سره په منطقه كښې د امن٬استحكام او پرمختګ په وده كښې هم مرسته كېږي۔د چين اولس مشر د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو ودې لپاره د عمران خان هڅې وستائېلې۔د?? ووئيل چې چين پاكستان سره خپلو سفارتي اړيكو ته اهميت وركوي او هغه د پاكستان تحفظ٬قامي خپلواكۍ٬آزادۍ او سيمه ايز تشخص په ځاې ساتلو لپاره هڅې كوي۔د?? ووئيل چې چين د پاكستان د نوي حكومت لخوا د حكمرانۍ بهترۍ لپاره د اقداماتو بشپړ ملاتړ كوي۔ده په تزويراتي رابطو٬د دواړو هېوادونو د پلاوو پرله پسې د تبادلې او د يو بل د حكومتونو د تج??بو څخه د استفاده كولو په ضرورت زور راوړو۔د?? ووئيل چې دواړه هېوادونه د لسيزو د دوستۍ اړيكې تج??رت٬سرمايه كارۍ او د سي پېك پروژو په وخت ترسره كولو سره لا مستحكم كولې شي۔ده د ترهه ګرۍ په ضد د روان جنګ پشمول د ملګرو ملتونو او د ش??ګهائي مرستې تنظيم په پليټ فارم شريكې حكمت عملۍ او د يو بل سره د مرستې په اقداماتو هم زور راوړو