كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د ا??لا??اتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې سوشل مېډيا به د پيمرا د لارې ريګولېټ كولې شي٬بې بنسټه خبرونه او جعلي قيصې يو چېلنج دې٬اصل چېلنج د سوشل مېډيا نه راځي٬پرمختلليو هېوادونو ته به په دې پوهېدل وي چې د درېمې نړۍ په هېوادونو د دې كوم آغ??ز كېږي۔د اتوار په ورځ په ځايې هوټل كښې د يو پينل ډسكشن په مهال ده ووئيل چې اصل چېلنج د سوشل مېډيا نه راځي ځكه چې په سوشل مېډيا او وېب پاڼو ډېر اكاؤنټس دي۔چوهدري فواد حسېن ووئيل چې پرمختللي هېوادونه كوم چې زياتره سوشل مېډيا كنټرول كوي هغوي ته به په دې پوهېدل وي چې د درېمې نړۍ په هېوادونو د دوي څه آغ??ز كېږي۔ده ووئيل چې د ا??لا??اتو په اعتبار سره په پاكستان كښې بشپړه آزادي ده٬دلته طاقتوره مېډيا او عدليه آزاده ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې تشدد كولو لپاره ك??م لائسنس نه وي٬پاكستان يو خپلواكه هېواد دې٬مونږ هغه قوم يو چې خپله محاصبه په خپله كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ??ره ورځ په نجي ټي وي چينلو ډېر بريكننګ نيوز ??پرولې شي كوم چې بيا وروستو بې بنسټه او غلط ثابت شي۔د دې پينل ډسكشن انتظام بيكن هاؤس سكول سسټم كړې و