اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې او د منطقې پرمختګ٬ خوشحالي او امن غواړي۔ د ګل په ورځ په درې ورځنې دوره د روانېدو نه وړاندې پاكستان ټېلي ويژن سره په خاص خبرو كښې ده ووئي?? چې سيمه ايزو هېوادونو سره نزدې سياسي او تجارتي اړيكې جوړول د پاكستان تحريك انصاف د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ ده ووئي?? چې پاكستان يو امن خوښوونكې هېواد دے او پاكستان نورو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره تل د دوستې اړيكو په پالېسې عمل كړے۔ ده ووئي?? چې پاكستان ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي او پاكستان تل د شخړو خاتمې لپاره مذاكراتو ته فوقيت وركړے۔ ده د ا??غانستان٬ اېران٬ چين او د ورسيې په خپله دوره رڼا اچولو سره ووئي?? چې هغه به پاكستان سره د دې هېوادنو د دوه اړخيزه اړيكو په وده او استحكام خبرې كوي۔ ده ووئيل په دې موقع به سيمه ايز امن او سلامتيا سره سره په افغانستان كښې د ا??ن او امان په معاملو هم خبرې كولې شي۔ ده ووئي?? چې پاكستان د ا??غانستان امن لپاره هم پوخ عزم لري۔ ده ووئي?? چې د ګاونډي هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو مستحكم كولو ضرورت دے۔ ده ووئي?? چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت هېواد ته د ورپېښو ستونزو حل لپاره هڅې كوي چې دغسې هېواد د بحران نه وويستل شي۔