قونيه 03 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي تركيې سره د ورورولۍ په اړيكو وياړ لرو٬د دې اړيكو لا قوي ك??لو لپاره هڅې روانې دي۔ده د زيارت په ورځ د تركيې خپلې دورې په مهال د قونيه ګورنر جنيد ارهان سره خبرې اترې كولې۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس د قونيه اولس سره زياته مينه او مولانا جلال الدين رومي ته لوي تعظيم لري٬د مولانا جلال الدين رومي روحاني پیغام د ټ??لو مذهبونو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكې انسانان يو موټې ك??لو له كردار ترسره كړې۔ده ووئيل د پاكستان ستر شاعر علامه محمد اق??ال د مولانا رومي روحاني پېروكار ؤ او د هغه فلسفه د رومي د مېنې او خودي پیغام د اثر لاندې وه۔په دې مهال وزيراعظم عمران خان د خپل پلاوي سره د لويې صوفي بزرګ حضرت جلال الدين رومي د مزار زيارت وكړو او د هغه پھ قبر يې د ګلونو څادر خپر??لو سره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع وزيراعظم هغه ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔وزيراعظم د مولانا رومي د قبر په خوا كښې د علامه محمد اق??ال علامتي قبر ته هم لاړ۔وزيراعظم به په انقره كښې د ټي او بي بي د سيوري لاندې پروګرام كښې د تركيه سوداګرو ته هم خطاب كوي۔دا خبره دې ياده وي وزيراعظم عمران خان د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په بلنه د زيارت په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره تركيې ته رسېدلې۔د وزيراعظم چوكۍ سنبهال??لو نه پس دا د وزيراعظم عمران خان د تركيې وړومبنۍ دوره ده۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختي??ر٬?? تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د اعلٰی كچ پلاوې هم د وزيراعظم سره ملګري دي