اسلام آباد 03 جنوری (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې د پاكستان او بحرېن ترمېنځه تاريخي٬ كلتوري٬ سماجي او پارلماني روابط په اقتصادي كچه د مستحكم كولو ضرورت دے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن دا خبرې د زيارت ??ه ورځ د پارلمان ??ه ودانې كښې د بحرېن ??في?? محمد ابراهيم محمد سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د سېنېټ چيئرمېن د بحرېن مشرتابه ته په ټاكنو كولو مبا??كي وركړه او وړومبې مېرمن سپيكرې فوزيه عبدالله يوسف ته ئې هم د سپېكرې په حېث په ټاكل كېدو مبا??كي وركړه۔ ده ووئيل چې د اسلامي امت ستونزې حل كولو لپاره ضروري ده چې مونږ يو موټې شو او د پارلماني سفارتكارې د لارې ستونزې حل كړو او د قومونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره هڅې زياتې كړو۔ ده ووئيل چې پاكستان بحرېن سره تجارتي او اقتصادي مرسته زياتول غواړي۔ د دې څخه وړاندې د پارلمان ??ه ودانې كښې د اردن ??في?? مېجر جنرال ﴿ر﴾ ابراهيم يالي سره په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې امت ته د ورپېښو ستونزو حل لپاره د شريكې حكمت عملې ضرورت دے او پاكستان او اردن ته به ګڼ اړخيزه مرسته زياتولو لپاره هڅې كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او اردن ترمېنځه د دوه ا ړخيزه اړيكو زياتولو ضرورت دے۔ ده په پارلماني كچه د پلاوو په تبادله كښې د اضافې كولو خواهش هم څرګند كړو۔